د فراه ولایت یوشمېر اوسېدونکو د یاد ولایت والی او د ملی امنیت مشر د ګوښه کولو غوښتونکی شول

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41358

د فراه ولایت یوشمېر اوسېدونکو په یاد ولایت کې د وروستیو ناامنیو زیاتوالی ته په اعتراض، د بازار او خپلو هټیو په تړلو سره د یاد ولایت والی او د ملی امنیت مشر د ګوښه کېدو غوښتونکی شول.
په ولایتی شورا کې د فراه د خلکو استازی دادالله قانع ویلی، اعتراض کونکو د فراه ولایت ودانۍ مخې ته په راټولېدو سره د یاد ولایت والی او د ملی امنیت مشر د ګوښه کېدو غوښتونکی شول.
ښاغلی قانع، د یاد ولایت والی او د ملی امنیت مشر د ترهګرو څخه په ملاتړ تورنوی او وایی چې هره شپه د فراه ښار په مرکز او شاوخوا سیموکې د امنیتی ځواکونو پوستې له سقوط سره مخامخ کېژی.
د فراه ولایتی شورا دغه غړی وایی، تېره شپه هم د فراه ښار په مرکز کې دوه امنیتی پوستې د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41358

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *