د فراه والی له دندې لیری شو!

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87799

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ولسمشر محمد اشرف غنی د یو حکم په ترڅ کې محمد شعیب ثابت یې د فراه والی په توګه ټاکلی دی.
تردې وړاندې عبدالبصیر سالنګی د یو کال مودې لپاره په یاد ولایت کې د والی په توګه دنده ترسره کړې ده.
په هغې خبرپاڼه کې چې د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د مطبوعاتی دفتر له خوا خپور شوې راغلی چې محمد شعیب ثابت د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د وړاندیز او د ولسمشر د منظوری له مخې په دې دنده ګمارل شوی دی.
ښاغلی ثابت په څو ولایتونو کې کاری تجربه لری او د حقوقو او سیاسی علومو په برخه کې زده کړه کړې ده.
د یاودنې وړ ده چې محمد شعیب ثابت تردې وړاندې د کندهار ولایت د استېناف د مشر په توګه دنده ترسره کوله او وړاندې د پکتیا او نیمروز ولایتونو د استېناف مشر هم وو.
تردې وړاندې دګرجنرال عبدالبصیر سالنګی د فراه والی په توګه دنده ترسره کوله.
د تېرو دوه کالو په ترڅ کې په فراه ولایت کې دا څلورم والی دی چې بدلېږی.
ددې مودې په لړکې محمد آصف ننګ، شاه جهان نوری او عبدالبصیر سالنګی خپلې دندې دلاسه ورکړی دی.
که څه هم په دې ډله کې ښاغلی نوری د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې او د فراه اړتیاو د ټینګښت په برخه کې د حکومت د کمزورتیا له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87799

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *