د فراه سلګونو اوسېدونکو د بین الافغانی خبرو د پیل غوښتنه وکړه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104420

د فراه ولایت سلګونو اوسېدونکو د بین الافغانی خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

دغو کسانو د دوشنبې په ورځ د لاریون پر مهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړی.

منشی حبیب یو له دغو لاریون کوونکو دی.

ده وویل:

“د طالبانو ډله دې د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې پیل او خپل وړاندیزونه دې د مذاکراتو پر مېز مطرح کړی.”

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه وړاندیزونه نه دی منلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104420

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *