د فرانسې ولسمشر له افغانستان سره د یاد هېواد مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ

  • خپرول: ۲۱ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 69256

د ملی یووالی حکومت مشرانو په فرانسه کې د یاد هېواد له ولسمشر امانویل مکرون سره لیدنه وکړه. په دغه کتنه کې ښاغلی مکرون له افغانستان سره د یاد هېواد مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.
د اجرایی ریاست مطبوعاتی دفتر د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ولسمشر اشرف غنی او اجراییه مشر عبدالله عبدالله په خپله لیدنه کې له امانویل مکرون سره د افغانستان روانو حالاتو، له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې، د پاریس او کابل ترمنځ د مرستو دوام او په افغانستان کې د ناټو پوځی حضور په اړه سره خبرې وکړې.
دوی همداراز په دغه کتنه کې له سخت دریځو ډلو سره د یو ځای کېدو د مخنیوی په موخه د افغان ځوان نسل پرسر د پانګونې، د افغانستان سولې بهیر او د کابل سیمه ییزو اړیکو پرسر بحث او خبرې کړی دی.
په دغه ویناپاڼه کې ویل شوی، امانویل مکرون د ملی یووالی حکومت مشرانو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره د یاد هېواد مرستې به دوام ومومی. فرانسه اوس مهال په پوځی برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره مرستې لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=69256

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *