د فرانسې «نوترادم»تاریخی کلیسا کې اورلګېدنه

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: صدای افغان
  • د خبر شميره: 112821
فرانس پریس خبری اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلی، چې اورلګېدنه د دوشنبې په ورځ څه کم اوه بجې د یادې کلیسا د بیارغونې د چارو پر مهال رامنځته شوې ده.
د دغه هېواد چارواکو ویلی چې تر دامهاله د رامنځته شوی اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
د یادې کلیسا یو مخروطی ډوله منار د اورلګېدنې له امله چپه شوی، خو د اور وژنې ډلې ویلی، چې د دغه کلیسا دوه نور څلی یې له اور څخه ژوغورلی او اورلګېدنه یې تر کنټرول لاندې راوستې ده.

د اور وژنې ټېم همدارنګه ویلی چې د دغه کلیسا تاریخی اثار یې هم له اور څخه ژغورلی دی.
پر همدې مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر یادې پېښې اندېښنه ښودلې.
په دغه کلیسا کې د رامنځته شوی اورلګېدنې پرمهال د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دومره ویل شوی چې د اور وژنې پرمهال د اطفائیې دوه کار کوونکی سخت ټپیان شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر یادې پېښې په اندېښنې ښودلو سره ویلی چې د اور وژنې لپاره دی د اوبو شیندونکو الوتکو څخه کار واخیستل شی.

د نوترادم کلیسا کار په ۱۱۶۳ مېلادی کال کې پیل شو چې د جوړولو چارو یې شااوخوا دوې پېړۍ وخت ونیوی.
دغه کلیسا چې په کال کې ۱۳ میلیونه کسان ورڅخه لیدنه کوی دا مهال یې د بیارغونې چارې روانې وې.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112821

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *