د فاریاب ولایت اوسېدونکو هېواد ته د جنرال دوستم د راتګ غوښتونکی شول

  • خپرول: ۹ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40625

د فاریاب ولایت یوشمېر اوسېدونکو د ېوې غونډې پرمهال هېواد ته د ولسمشر لومړی مرستیال د هرڅه ژر راتګ غوښتونکی شول.
دوی تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې له هېواد څخه د ولسمشر لومړی مرستیال د تلو وروسته ، د فاریاب او جوزجان ولایتونو ولسوالۍ ناامن شوی دی.
د فاریاب ولایت اوسېدونکی وایی ، د ولسمشر لومړی مرستیال په نشتون سره ، ددغه ولایت ولسوالیو امنیتی حالت خراب شوی او د جوزجان او فاریاب ولایتونو لارې هم د وسله والو مخالفینو له لورې تړل شوی دی.
د فاریاب ولایتی شورا غړی محمد روزی وویل : حکومت باید د کوم شرط پرته زموژ مشر د راتګ زمینه برابره کړی ، ځکه د خلکو ترمنځ دده شتون اړین دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40625

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *