د فاریاب د والی د ۵ تنو ساتونکو مرګ ژوبله

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 87422

۳ تیر دقیقه

د فاریاب امنیتی چارواکو خبر ورکړی دی چې د فاریاب د والی د ګارد قومندان پر موټر باندې د ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې په پایله کې د فاریاب د والی د محافظتی قطعې قومندان نیک محمد وژل شوی او ۴ تنه نور سرتیری یې ټپیان شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وویل چې دغه پیښه تیره شپه ۱۰ بجې هغه مهال رامنځته شوی ده چې د والی تعقیبی موټرو میمنې ښار ته د راننوتونکو کمربندونو څخه لیدنه کوله.

له بله پلوه د فاریاب د ولایتی روغتون د بیړنیو پیښو د څانګې مسوول ډاکټر سید محبوب هم ددې پیښې په تایدولو سره وایی چې دې روغتون ته ۴ تنه ټپیان او ۱ مړی راوړل شوی دی. دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږی چې د فاریاب والی نقیب الله فایق په کابل کې د جمهور ریس سره د والیانو په ناسته کې ګډون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87422

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *