د فاریاب د عالمانو شورا: تعویذګر رسول لندی باید د خلکو په حضور سنګسار شی

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 85919

د فاریاب د عالمانو شورا په یاد ولایت کې د تعویذګر رسول لندی د سنګسار حکم صادر کړ.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو پاڼو کې د یاد شخص څو غیراخلاقی ویډیوګانې خپور شوې وې چې دی یوشمېر هغه ښځې چې ماشوم یې نه زېږول، فریب ورکړی او پر دوی باندې تېری کول.
د نوموړی دغه کار د ټولنې په ځانګړې توګه دینی عالمانو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.
د فاریاب والی ډاکتر نقیب الله فایق نن په یوه غونډه کې وویل: ((رسول لنډی د بدنامی یو داغ دی، هر کله چې ونیول شی، د توقیف لپاره ځای نه لری، دینی عالمانو فتوا ورکړې چې رسول لنډی دې د میمنې ښار په څلور لارو کې د خلکو له خوا سنګسار شی.))
نوموړی زیاته کړه، د دغه دوکه باز او جادوګر د نیولو هڅې روانې دی خو نوموړی توانېدلی چې له هغه لویو لارو چې طالبان پرې واکمن دی او دغه راز په بغلان کې د امنیتی ځواکونو تر تلاشۍ تېر شی او ځان کابل ته ورسوی.
نوموړی له رسول لنډی سره د مرستې په تور د یوې پولیس مېرمنې د نیول کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، تیار دی چې د رسول لنډی د نیولو په بدل کې خپل موټر او حتی د ژوند نیمه شتنمی انعام ورکړی.
د فاریاب والی له خلکو وغوښتل چې نور دې خپلو کورنیو ته تعویذګر او جادوګرو ته د تلو اجازه نه ورکوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85919

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *