د غوسې د کنټرول لپاره باید څه وکړو؟

  • خپرول: ۵ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 41515

لیکوال: عطا محمد میاخېل
غوسه یو احساس، طبیعی تجربه او حتا د انسان د روغ اوسېدلو نښه ده، خو کله چې له کنټرول څخه وځی، نو په یوه ورانونکی لامل بدلېږی، په کار او ټولنیزو اړیکو کې ستونزه را منځته کوی او په ټولیزه توګه د ژوند په څرنګوالی باندې اغېزه کوی، نو مهمه ده، چې له هغې سره سم چلند ولرو. آیا د خپلې غوسې د کنټرول له پاره چمتووالی لرئ؟ دلته د غوسې د کنټرول له پاره، له تاسو سره لس تګلارې شریکوو.
۱ ـــ له خبرې کولو څخه مخکې فکر وکړئ:
په هغه شېبه کې، چې د غوسې غر یاست، په پرېکنده توګه د هغو جملو ویل، چې له ویلو څخه وروسته یې پښېمانېږئ، یو طبیعی امر دی، نو له خبرو کولو څخه مخکې ځانته وخت ورکړئ، خپل افکار را ټول کړئ او نورو ښکېلو کسانو ته هم دا موکه ورکړئ، چې خپل افکار را ټول کړی.
۲ ـــ کله چې آرام یاستئ، خپله غوسه بیان کړئ:
دا چې خپله آرامتیا مو تر لاسه کړه، په روښانه توګه خپلې اندېښنې او غوښتنې، پرته له دې چې نور خواشینی کړئ، څرګندې کړئ.
۳ ـــ لږ ورزش وکړئ:
فزیکی فعالیت کولای شی، ژور خپګان را کم او غوسه کنټرول کړی، که چېرې د غوسې احساس کوئ، نو پلی مزل وکړئ، منډې ووهئ او د څو شېبو له پاره خوندور فزیکی فعالیتونه ترسره کړئ.
۴ ـــ چاپېریال پرېږدئ:
بهر وتل د ماشومانو له پاره نه دی ځانګړی شوی. د ورځې په اوږدو کې هغه شېبې، چې پکې خواشینی یاست، له چاپېریال څخه بهر شئ. څو شېبې آرامتیا له تاسو سره مرسته کوی، چې شرایط په غوره توګه مدیریت کړئ، پرته له دې چې غوسه شئ.
۵ ـــ د حل ممکنې لارې وپېژنئ:
د دې پرځای، پر هغه څه چې ستاسو د غوسې لامل شوی، تمرکز وکړئ، د غوسې د کنټرول په لټه کې واوسئ. آیا د ماشوم نا منظمه کوټه تاسو غوسه کوی؟ دروازه وتړئ. آیا ستاسو مېرمن هره شپه ماښامنۍ نا وخته چمتو کوی؟ د وخت له پاره یې، له بلې تګلارې څخه ګټه واخلئ، په یاد ولرئ، چې غوسه هرڅه نه شی سمولای او ښایی له بده یې لا پسې بدتر کړی.
۶ ـــ خپلې جملې د ( زه ) په کلمې سره پیل کړئ:
له نیوکې یا رټلو څخه د مخنیوی له پاره، چې یوازې د شخړې او تاوتریخوالی سبب ګرځی د خپلې اندېښنې او خواشینی د څرګندولو له پاره، خپلې جملې د ( زه ) په کلمې سره پیل کړئ. د بېلګې په توګه: زه په دې باندې ډېر خواشینی یم، چې د مېز له سر څخه د لوښو په ټولولو کې دې را سره مرسته ونه کړه، دا جمله مه کاروئ، چې هېڅکله به نور کوم کار ترسره نه کړم.
۷ ـــ څوک مه خواشینی کوئ:
بښنه یوه ځواکمنه وسیله ده. که اجازه ورکړئ، چې غوسه او دې ته ورته نور احساسات مو څرګند شی، نو مثبت احساس یې ځای ناستی نه شی کېدای، خو که چېرې وکولای شئ، هغه کس ته بښنه وکړئ، کوم چې تاسو یې غوسه کړی یاست، ښایی ستاسو له چلند څخه زده کړه وکړی او ستاسو اړیکه پیاوړې کړی.
۸ ـــ د شخړې د کمښت له پاره، له طنز څخه ګټه واخلئ:
د مسایلو روښانه کېدل، کولای شی، د شخړې سبب شی. له طنز څخه ګټه اخیستنه، له تاسو سره مرسته کوی، د مسایلو په اړه نا رښتینی لید پیدا کړئ، خو له افراط څخه ډډه وکړئ، ځکه کولای شی، احساس مو لا پسې بد کړی.
۹ ـــ د آرامه اوسېدلو مهارت تمرین کړئ:
ژوره ساه تمرین کړئ، یوه آرام بښونکې صحنه تصور کړئ. له یوې آرام بښونکې کلمې یا عبارت څخه ګټه واخلئ، لکه آسمان. دغه راز کولای شئ، قرآن عظیم الشان تلاوت کړئ او یا هم د قرآن کریم تلاوت ته غوږ ونیسئ.
۱۰ ـــ د حل لارو په لټه کې واوسئ:
د غوسې د کنټرول زده کړه ننګونه ده، چې تل ټول یې د حل په لټه کې دی، نو د خپلې غوسې د کنټرول له پاره هڅه وکړئ.
له هغه ځایه، چې غوسه کابو د ژوند ټول اړخونه تر خپلې اغېزې لاندې راولی، نو کنټرول یې د پورته یادو شوو مواردو او یا هم له یوه مشاور څخه د مشورې اخیستلو په مرسته شونی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41515

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *