د غوره رهبر جوړېدنې ۸ اسانه لارې!

  • خپرول: ۷ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: روهی
  • د خبر شميره: 1368


لېکنه: Nicole Fallon Taylor

ددې تر څنګ چې رهبری یو لوړ موقف او د یوه ټیم مشری ده، دې کې ډیر نور څه هم شته، لکه مثلاً دا واک لرۍ چې خپلو کسانو او پیروانو ته د پرمختګ په اړه لارښوونه وکړئ، څو هغوی ستاسې لارښوونې سره سم کار وکړی او په دې پوه شی چې څنګه مخته ولاړ شی.
خو که یو بې کفایته او بې اغیزه رهبر یاست، نو هیڅکله به په دې بریالی نه شۍ، چې د موخو او هدفونو د ترلاسه کولو لپاره خپل ټیم ښه رهنمایی کړئ.
د Business News Daily انټرنیټی ویب پاڼې له اجرایوی مشرانو، مدیرانو او د رهبرۍ له ماهرینو څخه د غوره رهبر په اړه مرکې وکړې، هغوی یې په اړه ځینې لاندې لارښوونې کړی.
۱- ارتباط او اړیکه کې اوسه
د یوه ګروپ (ادارې) د رهبری کولو لپاره د رهبر او ټیم ترمنځ د دوه اړخیزه متقابل باور او تفاهم لرل ډیر ضرور دی. ځکه ددې لپاره چې رهبران یا لیډران خپلو اهدافو ته نیږدې شی، لومړی باید اتصال او یا سره نښلول زده کړی، چې څه ډول کولی شی له کارکوونکو سره همغږی شی.
د Terry Starbucker St. Marie په نوم د رهبرۍ یو لیکوال وایی، د یوه ډیر حقیقی رهبر لپاره مثبت ګرایی، پلان جوړول، یو زړه توب (پاک زړی) ، همدردی یا زړه سوی، تواضع او مینه زیات ضرور دی. ځکه دغه څو مهم مشخصات کولی شی چې یو کس داسې یوې لارې ته برابر کړی، څو وشی کولی د خپل ټیم له غړو سره موثق او رښتینی ارتباطات او اړیکې جوړې کړی.
St. Marie وایی، خپلې ډلګۍ سره د رښتینی ارتباط جوړول د پرمختګ لپاره خورا مهم دی، ځکه رښتینی او شریک شوی باور یا ارتباط جوړونه د ښو او حساب ورکوونې کړو وړو د کلتور جوړونې لپاره پر ځای تمامیدلی شی.
دده په وینا؛ له داسې کلتور او همغږۍ جوړولو سره یوه ډله کولی شی چې خپل کسب و کار او تجارات په ښه ډول ترسره کړی، خوشحاله او همغږی ټیم ولری او یو بریالی رهبر هم ترې جوړېدای شی.
د Ecwid کمپنۍ مؤسس او اجرایوی مشر وایی د تفاهم رامنځته کولو لپاره تر ټولو مهم دا دی چې له خپل ټیم سره رښتینی او واقعی و اوسې.
Fazlyev وایی، د رهبرۍ لپاره بیلابیلې طریقې دی، هیڅ سمه او غلطه لاره په کې نشته، خو رښتینولی او جعل کاری یا تقلب شته، اما هیڅوک داسې نشته او نه به وی چې هغه غولوونکی یا جعل کاره رهبری خوښه کړی، بلکې کرکه ترې لری.
Nicole Fallon Taylor Nicole perceived her Bachelor s grade in Media, Culture and Communication from New York University.

۲- خپل ټیم وپیژنه!
که یو ځل مو د خپل ټیم له غړو سره د مفاهمې او اړیکو جوړولو هنر زده کړ، بیا تاسې کولی شۍ چې هغوی په رښتینی ډول سره وپیژنۍ، چې هغوی څوک دی، له څه شی سره علاقه لری او کوم استعدادونه په کې شته.
د Motus Global کمپنۍ اجرایوی مشر Joe Nolan وایی، ستاسې لپاره دا مهمه ده چې خپل لیدلوری او ستر هدف (ستر ماموریت) باید وپیژنئ، که څه هم نورو خلکو ته به یې پیژندل مهم نه وی.
دی همدرانګه زیاتوی، که چیرته تاسې په خپلو کارکوونکو پام وکړئ او ښه رویه ورسره ولرۍ، هغوی به ستاسې مشتریانو ته ډیره توجه وکړی او ښه رویه به ورسره وکړی، په همدې اساس که مو توجه وکړه، په ټوله کې به ستاسې ماموریت (ستر اهداف) په ښه ډول سره ترسره او ترلاسه شی.
د Cloudberry Lab کمپنۍ یو کارکوونکی Alexander Negrash وایی، یو ښه رهبر باید خپل ټیم د نورو خلکو په نسبت ښه وپیژنی، همدارنګه په دې هم باید پوه وی چې د هغوی ستر مهارتونه کوم دی او څنګه هغوی د پیریدونکو ترمنځ د ادارې لپاره نفوذ کولی شی او یا یې نفوذ لرلی دی.
دده په وینا؛ ددې ترڅنګ یو رهبر د نورو خلکو په نسبت د خپلو کارکوونکو پر کمزورتیاوو هم ډیر ښه پوهیږی او باید پوه وی.
۳- نوښتګره اوسه!
Negrash وایی، که غواړې ستا ډله او یا ټیم ښه کار وکړی، نو اجازه ورکړه چې خپل ذهن وجنګوی او پلټنه وکړی، تر څو نوښت رامنځته شی.
دی زیاتوی: ښه رهبر تل د خپل ټیم د غړو نظریات او وړاندیزونه اوری، حتا دې ته هم چمتو وی چې هغه په پام کې ونیسی او که چیرته ممکن وی، د هغوی نظریاتو او وړاندیزونو ته به نوره پراختیا هم ورکړی.
Negrash همداراز وایی، یو ښه رهبر خپل ټیم ته نوې ننګوونې ورکوی، له نارامۍ او بې حوصله توبه یې ساتی او تل د هغوی په ځواک اعتماد کوی.
۴- په مثبتو نقطو تمرکز وکړئ
مشران غواړی چې ددوی ټیم دې ورځ په ورځ خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړی، نو د ښه کار ترسره کولو پرمهال لازمی ده چې کله ناکله به له خنډونو سره مخامخ کیږی.
همدرانګه که چیرته یو کوچنی سوه تفاهم او یا لویه ستونزه رامنځته شی، نو مشر به داسې منفی حالت کنټرولوی، چې دا ډول لاس په کار کیدل د رهبر (هغې/ هغه) په مهارتونو کې ډیر څه زیاتولی شی.
د Robert Mann په نوم یو لیکوال په هر ډول شرایطو کې د باتدبیره کنټرول لارښوونه کړې، تر څو موخو ته روان اوسی.
Mann وایی، مخکې له دې چې ستونزې ته د ستونزې په نظر وګورو، غوره ده چې له دریو مثبتو زاویو ورته توجه وکړو. همداراز، د ستونزو په اړه د مثبتو زاویو کتلو لپاره، یو مهم دادی چې د مثبتو خلکو خپل منځی عکس العمل وګورو.
من په خپله څیړنه کې دا وموندل، چې افراد د ستونزې په وړاندې د قوت احساس نه کوی، خو هغوې، چې په یو ستونزمن حالت کې خوشاله وی، معمولا واضح فکر کوی او د ستونزې حل پیدا کوی.
دا خبر د یو رهبر لپاره د سټراټیژې په جوړولو کې هم صدق کوی.
که ته د یوې ډلې غړی، او د مشکل د حل لپاره ستا وروستۍ هڅې نتیجه ورنه کړه، نو د ماضی په اړه فکر وکړه. خپل ټول هغه کارونه سترګو ته ودروه، چې تا کړی او ستونزه پرې حل شوې ده.
په همدې ډول سره د رهبرۍ یوه لیکوال Peter Fuda ویلی، که چیرته رهبران په مثبتو نقطو ډیر تمرکز وکړی، نو دوی بیا ددې پر ځای چې پر خپل ټیم انتقاد وکړی، هغوی هڅوی، که داسې وشی نو دا ډول ستراتیژی کولی شی چې د غلطیو پر ځای پر سم لوری حرکت درکړی.
Fauda زیاتوی؛ یوه قوی لاره چې په هره لیدنه کې تقریباً ما له هر رهبر سره شریکه کړې دا ده، چې له ښه هم ورپسې ښه شه، هر وخت د لا ډیر ښه کیدو لپاره بریک مه نیسه، بلکې د ډیر ښه کیدو او ښې رویې هڅه کوه.
۵- ښېیه یې، وایه یې مه!
واقعی او اغیزناکه مشران د ویلو پر ځای ښودل کوی، چې څه په کار دی او څه باید وشی.
Luke Iorio چې د یوه انسټیټوټ مشر دی وایی، رهبران باید د خپل ټیم غړی (کارکوونکی) داسې وروزی چې هغوی په خپل منځ کې سره داسې همکار شی څو له غوړمالۍ پرته یو ژمن کاری محیط برابر کړی.
دی زیاتوی، که چیرته تاسې خپل کارکوونکی قید کړئ، نو هیڅکله کله به تاسې پورته ولاړ نه شې، یعنې پرمختګ به ونه کړئ.
دده په وینا؛ ښه مشری دا ده، چې کارکوونکی تر ډیره خپلې خوښې ته پرېښودل شی او تر ډیره یې ورسره منښت وشی، که چیرته داسې وشی، نو کارمندان به خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړی.
۶- څارونکی او لارښوونکی اوسه!
د Taso Du Val په نوم یو تن پوه وایی، په صادقانه ډول سره څارنه او لارښوونه کول که څه هم په انتقادی شکل وی، کارکوونکو ته ګټه رسوی. نو تاسې هم باید له خپلو کارمندانو څارنه وکړئ، چې کاروبار مو څنګه روان دی، کله چې په دې پوه شوۍ بیا خپلو کارکوونکو ته هم ښه لارښوونه کولی شۍ. ځکه مثبتې او منفی نقطې ټولې ورته بیا په ګوته کوۍ.
دی زیاتوی؛ که چیرته تاسې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه ونه کړئ، له هغوی سره د کاروبار په اړ خبرې اترې او بحث ونه لرۍ، نو هغوی به هم نه پوهیږی چې تاسې د هغوی او د هغوی د کار په اړه څه ډول نظر لرۍ، نو که چیرته داسې وی، هیڅکله به پرمختګ هم ونه شی.
Taso وایی، که چېرته د خپلې کمپنۍ د مخکې تګ د سم او دقیق لوری په اړه ونه پوهیږۍ، کومه مشکله خبره نه ده، خپلو کارکوونکو او د رهبرۍ له ټیم سره په شوی تفاهم د هغوی اجرات ومنئ، په دې سر به هغوی د تصمیمونو نیولو او عملی اقداماتو لپاره نوره هڅه او تپیدل هم شروع کړی.
دده په وینا: کله چې اساسی اصول ځای پر ځای شول، حدود وټاکل شول، د نارمل تولید پلانونه جوړ شول، د اجراتو بیاکتنې پیل شوې، له دې سره جوړښت او پروسس یا جریان هم رامنځته کیږی.
Negrash وایی، هر وخت د خپلو کارکوونکو د هغو کارونو په اړه چې هغوی ترسره کوی، رغوونکی انتقادونه او وړاندیزونه وکړه. مثبت وړاندیزونه او انتقادونه د منفی هغه په شان مهم دی او یو ښه رهبر تل ددې ترمنځ توازون ساتی.
۷- د خلکو نظریات وغواړه
دا به یوازې ستاسې د ټیم غړی نه وی چې ستاسې له حقیقی ارزونې ګټه پورته کړی. په حقیقی ډول د خپلې مشرۍ ارزول به سخت وی، خو ستاسې مشاورین، هم مسلکیان او حتا ستاسې کارمندان کولی شی چې ستاسې د اغیزمنتوب ارزونه وکړی.
St. Marie وایی، له خپلو کارکوونکو سره تماس نیول او هغوی سره یوځای ناسته پاسته، د رهبرۍ په سټایل او روش کې یو ښه بدلون راولی. د لیډرشیف روزنه د پرمختګ لپاره زمینه برابرولی شی. د رهبرۍ د اهدافو په ترلاسه کولو کې د یو مسلکی او تجربه کاره کس ارزونه او مشوره، د کتابونو او سیمینارونو په نسبت ښه تمامیدلی او ډیره مرسته کولی شی.
Iorio وایی، لارښوونکی اوسیدل له رهبرانو سره مرسته کوی چې د خپل حقیقی ژوند په چاپیریال کې بدلونونه او ارتباط راولی. تاسې د یو ځای کولو، فعال ساتلو او فکر کولو لپاره وخت ته اړتیا لرۍ، تر څو تاسې هغې مرحلې ته ورسیږۍ، که چیرته داسې ونه کړئ، نو هیڅکله به رښتینی بدلون ترلاسه نه شی.
۸- خپله انګیزه وپیژنئ
که چېرته یو شخص د رهبرۍ په مقام کې خپل رول د یوې دندې په توګه څرګندوی، دا یوه ښه څرګندیدنه ده. که چیرته ښه انګیزه ولرۍ، نو یو اغیزناک رهبر درنه جوړېدای شی. خو ایا د پیسو او شهرت له امله د خپلو کارکوونکو ډیر پام ساتئ، کنه په رښتینی ډول سره غواړۍ چې خپل کارکوونکی ښه کار ته وهڅوئ؟ St. Marie یې په ځواب کې وایی، چې رهبران دې په رښتینی ډول له ځانونو وپوښتی چې ولې غواړی لارښوونه وکړئ. دی وایی، زه رهبرۍ ته د ویاړ او مسلک په حیث ګورم.
دی زیاتوی که چېرته ته له ځانه سره وایې، چې رهبرۍ مو قسمت او سرنوشت دی او ووایې چې څنګه په نړۍ کې یو بدلون راوړې، نو دقیقا له سمه ځایه یې شروع کړئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=1368

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




30 − = 20