د غزنی په ګېلان ولسوالۍ کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ددوی ځینې وسلې ترلاسه شوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 112699

د غزنی چارواکی وایی، د دغه ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوی او سلګونه میله وسله د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د ولایت ویاند محمد عارف نوری پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۲۵» په‌دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“تېره شپه او نن د ورځې د ګیلان ولسوالۍ اړوند په اټک او لونګ کلیو کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوی او د طالبانو اړوند ۲۳۰ میله بېلابېل ډوله وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دی.”
نوری وایی، په‌دغه بریدونو کې د زابل ولایت له‌پاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل مولوی عمران له خپلو ۱۰ ملګرو سره وژل شوی دی.
دی زیاتوی، یاد عملیات په وچو کارېزونو کې د طالبانو پر پټن‌ځایونو ترسره شوی چې په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته هېڅ‌راز تلفات نه‌دی اوښتی او د غزنی ولایت د ګېلان، ګیرو، خواجه عمری ولسوالیو په اړوندو او ځینو نورو سیمو کې دا مهال د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د کمانډو ځواکونو عملیات روان دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112699

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *