د غزنی په عملیاتو کې شاوخوا ۱۵۰ طالبان وژل شوی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 76094


Fb-Button

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، پر غزنی ښار د طالبانو په حمله کې تر ۱۵۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوی یا ټپیان شوی دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایی چې د امریکا پوځ په سمبولیک ډول خپل حضور د یوې بې پېلوټه الوتکې په وسیله په حملې او پر غزنی ښار د نورو الوتکو په پروازونو ښکاره کړ.

ورځپاڼه وایی چې دا برید د مې له میاشتې راوروسته د طالبانو لویه حمله وه.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوی ډګرمن (مارتین او دانیل) وویل «یاغیانو له کابله ۱۰۰ کیلومتره لېرې د غزنی په ګڼ نفوسه ښار کې پر یو شمېر دولتی مرکزونو بریدونه وکړل خو په شا وتمبول شول. د جګړې اصلی شدت د سهار تر ۸ بجو پورې و.»

طالبانو تر دې وړاندې د کندوز، فراه او لشګرګاه ښارونو د نیولو هڅه کړې او د لنډ وخت لپاره د کندوز او تر یوه حده فراه ښارونو په نیولو کې بریالی شوی هم دی.

ډګرمن ډانیل همداراز وویل چې د امریکا څرخکې د افغان هوایی ځواک د ملاتړ لپاره پر غزنی ښار والوتې او ډرون یا بې پېلوټه الوتکې حمله وکړه.

طالبانو پر غزنی په داسې حال کې یرغل وکړ چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې کړی او له دې ډلې سره یې د بل اوربند اعلانولو ته تیاری پیل کړې ده.

پرون /جمعه/ ماسپښین مهال د ولسمشر غنی یوه ویندوی شاه حسین مرتضوی وویل چې افغان امنیتی ځواکونه ټول غزنی ښار په کنټرول کې لری.

خو د مرتضوی له څرګندونو سره سره په ځینو راپورونو کې ویل شوی چې لا هم د ښار په ځینو برخو کې طالبان پټ دی.

د غزنی د ولایتی شورا غړی حمیدالله نوروز وویل، افغان امنیتی ځواکونو اکثره طالبان شړلی خو ځینې لا هم د خلکو په کورونو کې پټ شوی او له هغو څخه پر امنیتی ځواکونو ډزې کوی.

د کورنیو چارو وزارت وایی چې شاوخوا ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوی دی او لا هم د دې ډلې د ډېرو غړیو مړی پر سړکونو پراته دی.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وویل چې یوه څرخکه یې د عملیاتو په لړ کې غورځېدلې ده خو تراوسه نه پوهېږی چې دا هیلی کوپتر ویشتل شوې او که په خپله لوېدلې ده.

د غزنی امنیه قوماندانی وایی چې د طالبانو د حملې په اړه یې معلومات لرل او له همدې کبله یې مخکې تر مخکې اقدامات کړی وو.

د غزنی د حملې لپاره چې سلګونو طالبانو پکې برخه لرله، دې ډلې له میدان وردک او زابل ولایتونو څخه هم خپل جګړه مار راغوښتی وو.

طالبانو بیا ادعا کړې چې ګڼ شمېر پولیس یې وژلی، پوستې او دولتی ودانۍ یې سوځولی او امنیه قوماندانی یې هم نیولې ده.

د جګړې شاهدان وایی چې طالبانو د ځینو مهمو دولتی ودانیو تر ۳۰۰ مترۍ پورې ځانونه رسولی وو.

اړوند مطالب


طالبانو د غزنی په شاوخوا پوستو بریدونه وکړل


طالبانو د غزنی ښار پر شاوخوا پراخ بریدونه کړی


د غزنی او وردک چارواکی وایی، د لویو لارو د خلاصون په عملیاتو کې تر ۲۰۰ ډېر سرزوری وژل شوی


د غزنی پر یوې لارې په جګړه کې ۳۱ طالبان وژل شوی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76094

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *