د غزنی پارلمانی ټاکنې په حوزه ای ډول ترسره کېږی

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105834

د غزنی والی وحیدالله کلیمزی اعلان کړی چې په دې ولایت کې د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو پرسر اختلاف پای ته رسېدلی او د ټاکنو کمیسیون د جدول له مخې د ټاکنو د ترسره کېدو پرسر چمتوالی نیول کېږی.
ده زیاته کړه: د دولت پلاوی او په غزنی ولایت کې د مېشتو قومونو د استازو ترمنځ له خبرو وروسته،هوکړه شوې ترڅو ټاکنې د څو حوزې په شکل ترسره شی.
کلیمزی زیاته کړه چې د ټاکنو له کمیسیون څخه زموږ د معلوماتو له مخې، غزنی به په دریو حوزو ووېشل شی خو اوس مهال په دې اړه نور جزییات په لاس کې نشته او په دې اړه چې کومې ولسوالۍ په کومه حوزه کې شتون لری، کار روان دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105834

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *