د عمران خان په کابینه کې لومړنی بدلونونه

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 113622

د پاکستان لومړی وزیر دخپل کار له پیل نه د اوه میاشتې په تېرېدو سره دخپلې کابینې په ستر بدلون کې، عبدالحافظ شیخ د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی ترڅو هېواد یې د اقتصادی نارامۍ له بهیر څخه وژغوری.
پاکستان د پیسو نړیوال صندوق د دیارلسمې ډالۍ د لاسلیک په درشل کې قرار لری ترڅو وکولای شی د ورکړی کچې کړکېچ ته د پای ټکی کېږدی او مالی زیانونه لمنځه یوسی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پنجشنبه په ورځ اعلان وکړ چې د کابینې بدلون په لړکې یې ۱۰ نوی وزیران ټاکلی چې له هغې جملې کولای شو د اقتصاد وزیر په توګه عبدالحافظ شیخ ته اشاره وکړو.
عبدالحافظ شیخ چې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې او د خلکو د اپوزیسیون ګوند د واکمنۍ پرمهال د اقتصاد وزیر وو، یوځل بیا د عمران خان په دوره کې وزیر شوی او په دې هیله چې وکولای شی هېواد له اقتصادی ستونزو وژغوری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113622

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *