د عربستان ښځې نور د ټول ځان د پټولو په موخه په حجاب کولو مکلفې نه دی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 44624

۳۵ تیره ثانیه

د عربستان د علماو شورا ارشد غړی شیخ عبدالله المطلق ویلی : چې ښځینه په دې هیواد کې د ټول بدن د پټولو په موخه له کور څخه د باندې په حجاب کولو مکلفې نه دی .
د خاورې میانه خبری اژانس د راپور له مخې له ګاردین څخه په را اخیستنه (شیخ عبدالله المطلق د جمعې په ورځ ( د دلوې په ۲۰ نیټه ) له یوه تلویزیون سره په خبرو اترو کې ویلی دی : له ۹۰ سلنه زیاتې مسلمانې ښځې په اسلامې نړۍ کې ( سنتی حجاب ) ته لاس رسی نه لری .
نوموړی همدا راز زیاته کړې نو په همدې سبب مونږ نه باید په سنتی حجاب کولو خلک مجبوره کړو .
دا چې تر اوسه پورې د عربستان دولت په دې برخه کې نظر نه دی څرګند کړی ، مګر د ګارډین د ګزارش پر بنا چې د المطلق نظر په ټولنیزو رسنیو کې د ډیرو غبرګونو نو سره مخ شو . یو شمیر نورو علماو چې د دغې بیانې څخه ملاتړ کړی دی .
د عربستان د قوانیو مطابق ، ښځې مکلفې دی چې په عمومی ساحو او سیمو کې همیشه سنتی حجاب سره خپل ځانونه و پوښی .
دا په داسې حال کې ده چې د عربستان شاهزاده محمد بن سلمان په دې ورستیو کې د یو شمیر قوانینو په تغیر کولو کې لاس پورې کړی دی له دې جملې څخه د ښځو د موټر چلو لو د جواز صادرول ، ورزشی مرکزونو ته تلل او لسګونه نور حقونه چې ښځو ته یې ورکړی دی .


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44624

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *