د عربستان پر نړیوال هوایی ډګر د یمن پوځ توغندیز برید

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 120317

د المسیره شبکې اعلان کړی، د انصارالله ډلې نن چهارشنبه ورځ سهار د عربستان په سویلې برخه کې د ابها پر هوایی ډګر د بالستیک توغندی په واسطه یو برید ترسره کړی دی.
د یمن انصارالله ډلې اړوند یوې ټلویزیونی شبکې په حواله، د انصارالله توغندیز سیستم د ابها هوایی ډګر موخه ګرځولی او توغندی د موخې ځای ته لګېدلی دی.
د یمن پوځ یوې سرچینې ددې توغندیز برید په دوام د ابها په هوایی ډګر کې د الوتنو له درېدو خبر ورکړ.
د ایسنا د لیکنې له مخې، عربستان تردې دمه ددې برید رامنځته کېدل پخلۍ نه دی کړی.
انصارالله د سه شنبه په ورځ هم د عربستان په سویل لوېدیځه برخه کې د خمیس مشیط په سیمه کې د ملک خالد پر هوایی ډګر یولړ بریدونه ترسره کړل. په داسې حال کې چې له دې پېښې دوې ورځې وړاندې هم د عربستان په سویل لوېدیځه برخه کې د جیزان پر هوایی ډګر برید ترسره شوی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120317

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *