د عراق د بیا آبادونې نړیوال کانفرنس

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: iuvmpress
  • د خبر شميره: 44948

د نړۍ له ۷۰ نه د زیاتو هیوادونو نمایندګان، او د مختلفو هیوادونو نږدی دوه زره د پانګونی شرکتونو استازی، په کویټ کښی د عراق د بیا آبادونې په کانفرنس کښی ګډون کوی. په کویت کښې  د عراق د بیا آباونې غونډې جوړیدل؛ د نوموړی هیواد په اړه د نړیوالی ټولنې په ژمنې، د تاکید لپاره یو فرصت دے. دغه غونډه په داسې حلاتو کښې د ترسره کیدو په حال کښې ده، چی له هغې څخه امیدونه او هیلی؛ چی د عراق په تیره بیا د دغه هیواد د جنګ ځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره د نړیوالو مختلفو سرچینو مالی مرستی را غونډول؛ په داخلی لانجو او شخړو کښی د اساسی حل لارې وړاندی کول؛ د عراق د ملی ظرفیتونو نوی کول؛ د ملی پخلاینې د پروګرم وړاندې کول او د بهرنۍ پانګونی جذبول دی. پدغه چوکاټ کښې عراقی سرچینو هم پرون دوشنبه اعلان وکړ؛ چی هیواد یی د بیا جوړونی لپاره، لږ تر لږه ۸۸ میلیارد او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته ضرورت لری. د غور وړ ټکے دا دئ؛ چی په عراق کښی پراخی ورانۍ، یواځی په ترهه ګرو او تکفیری ډلو پوری نه محدودیږی، او د امریکې په مشرۍ له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کښی د ترهه ګرو ملاتړ کونکو هم، عراق ته پراخ زیانونه رسولی دی.

پدې زمینه کښی وال ستریټ ژورنال ورځپاڼی لیکلی دی: نوی څیړنی ښیی؛ چی د عراق بیخ بنایانو ته د نړیوال ائتلاف د زیانونو اندازه، ۴۵ میلیارد ډالره ده.

داعش ترهه گره ډله، او د امریکی په مشرۍ  له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې نړیوال ائتلاف؛ په عراق کی د پراخې ورانۍ اصلی عامل دے. د عراق په یو شمیر سیمو کښی د ورانیو شدت او زیاتوالئ دومره دے، چی ځینو کارپوهانو اټکل کړے، چی لږ تر لږه لس کاله د دغو سیمو د بیا رغونې لپاره لګیږی. نا امنۍ؛ د بیخ بنایی سیسټمونو تخریب، او په عراق کی د مختلفو ترهه ګرو ډلو شتون؛ د امریکی د مداخلتونو او نیواکګریو میراث او سوغات دے. داعش هم؛ یوه پیچلې ترهه ګره ډله ګڼل کیدی شی. داعش؛ له اسرائیلو؛ امریکی او د سعودی په شان له عربو مرتجعو حکومتونو سره پخپلو پټو او څرګندو تعلقاتو سره، په مختلفو هیوادونو کښی یو شمیر پراخی سیمې، د خپلو جنایتونو په ډګر بدلې کړې.

ترهه ګرې ډلې په حقیقت کی د سیمه ایزو او نړیوالو مداخله کونکو او سلطه غواړو قدرتونو تخریبونکی وسیلی ګڼلی کیږی. اعلان شوی شمیرنی؛ په عراق کښی د ترهه ګرو- تکفیری ډلو او د هغو د ملاتړ کونکو د ورانیو د تل بیانونکی دی، چی دغه موضوع؛ د خپل هیواد د بیا آبادونې لپاره، د عراق له خلقو سره د مرستې لپاره، د نړیوالو هلوځلو د چټکتیا د ضرورت بیانونکې ده. د عراق په بیا رغونه کښی د غور وړ ټکئ، دغې موضوع ته د نړیوالی ټولنې د بی شرطه کتنی، او د صادقانه برخه اخیستو ضرورت دے.

د بیا رغونې په مسئله کښی ډیره مهمه ده؛ چی دغه مسئله له عراق څخه  د باج اخیستنې لپاره، په یوې بهانې بدله نه شی. دا پداسی حال کښی ده، چی سعودی ؛ د عراق په بیا رغونه کښی برخه اخیستل، له ایران څخه په لری کیدو او د قطر په بایکاټولو کښی شرطمن کړی دی. امریکې او ترکیې هم؛ د عراق د بیا رغونې په هکله خپل خاص دریځونه او ملاحظې لری. د مداخله کونکو حکومتونو له خوا، د عراق د بیا رغونې یو بل شرط؛ د دغه هیواد له سیاسی او دفاعی ډګر څخه، د عراق د ؤلسی داو طلبو ځواکونو (حشدالشعبی) څنګته کول دی.

دغه شان دریځنیونی او رودې له عراق سره د مرستې او د دغه هیواد د اقتصادی چارو د ودې موندلو لپاره د مرستې لپاره، د لارې نقشې په وړاندی د خنډ اچونی په معنا دی.

 

اړوند خبرونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44948

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *