د عبدالله په مشرۍ د “ثبات او همګرایی” ټاکنیز ټکټ د ولسمشریزو ټاکنو سیالیو ته ور دننه شو

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100932

د جمعیت اسلامی ګوند سرپرست صلاح الدین ربانی نن یکشنبه (جدی۳۰) په یوه غبری غونډه کې د “ثبات او همګرایی” تر شعار لاندې د اسلامی ملی غورځنګ او د افغانستان اسلامی وحدت ګوندونو په شتون د جمعیت ګوند ټاکنیزه ډله ور وپېژندله.
ده عبدالله عبدالله په رسمی توګه د جمعیت ګوند نوماند اعلان وکړ.
عبدالله به د عنایت الله، بابر فرهمند او اسدالله سعادتی په مرستیالۍ سره په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې نوم لیکنه وکړی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ګلبدین حکمتیار، احمد ولی مسعود او رحمت الله نبیل هم د افغانستان راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې نوم لیکنه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100932

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 17 = 22