د عبدالله له خوا د سولې مشورتی جرګې د بندیز په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 112686

وروسته له هغه چې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» په مشورتی لویه جرګه کې ګډون رد کړ او څرګنده یې کړه چې په دې اړه ورسره سلا مشوره نه ده شوې ارګ یې په غبرګون کې ویلی چې؛ دوی به د عبدالله عبدالله سلا مشورو ته غوږ ږدی او په دې تړاو به یې ستونزې اوری.
د ارګ ویاند «هارون چخانسوری» په دې اړه په خپله فسبوک پاڼه لیکلی « د ثبات او همپالنې ټیم تر دې مهاله د جمهوررئیس محمداشرف غنی سره د سولې مشورتی لویې جرګې په اړه اندېښنې او شکایتونه نه وو شریک کړی، مګرپه پام کې ده چې ولسمشر غنی به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په دې اړه د ده اندېښنې او شکایتونه واوری او مناسب تصامیم به ونیول شی».
یاده دې وی چې عبدالله عبدالله تېره ورځ د خپل ټاکنیز ټیم په نمایندګی په مشورتی لویه جرګه کې ګډون ردکړ او یاده جرګه یې یوه بې ګټې او په روانو حالاتو بې اغېزې راټولېدنه وبلله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112686

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *