د عبدالرووف ابراهیمی په وړاندې د فساد تور یوځل بیا جنجالی شو

  • خپرول: ۸ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 37604

د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی په وړاندې د فساد تور یوځل بیا په ولسی جرګه کې د ناندریو په ډکو موضوعاتو بدل شوی او استازو پرکړه وکړه ترڅو دغه تورنونه د جرګې څلور کورنی کمیسیونه وڅېړی.
د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی او د یادې جرګې د دارلانشا مشر خدای نظر نصرت د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون له لورې د پراخ فساد په لرلو تورن شول.
هغه تورنونه چې د ولسی جرګې ځینو نورو استازو له لورې د زیاتو غبرګونونو سره مخ شول.
د جمهور په حواله ، اوس مهال د ولسی جرګې یوشمېر غړو د شنبه ورځې په ناسته کې ددغه موضوع څېړنې غوښتونکی شوی او د جرګې له مشری غړو څخه وغوښتل ترڅو هغو مسایلو ته چې د ولسی جرګې غړو ترمنځ د بې باوری لامل کېژی ، د پای ټکۍ کېژدی.
د ولسی جرګې مشر په وړاندې د فساد دوسیې ته د رسیدنې څرنګوالی ، د استازو ترمنځ د اختلافی موضوعاتو څخه وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37604

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *