د عبدالحی مطمئن پر کتاب د «حماد» نقد

  • خپرول: ۱ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 22422

د تبصرې لیکوال (حماد) د ښاغلی مظمین په لاس لیکل شوی کتاب «د عبدالحی مطمئن، د اتهاماتو ، افتراګانو او بهتانونو ټولګه» بللی دی.


له تېرو څو ورځو راهیسی مې د ملاعبدالحی مطمئن چې د طالبانو وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وو د نوی چاپ شوی کتاب په اړه بېلابېلې خبرې اورېدې ، مجالسو کې چا ښه او چا بد ورباندې ویل خو ما کتاب نه وو ترلاسه کړی نو د یوه لوری خوا مې هم نشوی نیولی، اګرچه د مطمئن د کتاب له چاپه ښه مخکې خبر وم ، دا چی مطمئن زه له نږدې پیږنم ځکه مې د هغه د کتاب موندلو او لوستلو سره چندانی دلچسپی نه وه د عدم دلچسپۍ یوعمده لامل مې دا هم و چې د کتاب د پښتۍ انځور مې فیس بوک کې لیدلی وو، هلته ښاغلی مطمئن ځان د امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد ویاند معرفی کړی وو په داسی حال کې چې ښاغلی مطمئن یوه ورځ هم د ملاصاحب مرحوم ویاند نه دی پاتې شوی نو له همدې ځایه مې د ټول کتاب پر محتوا او رښتینولی باندې شک پیدا شو.

خو وړمه ورځ مې یوه ملګری له کابله د ښاغلی مطمئن کتاب رالېږلی وو، او ټینګار یې کړی وو چې باید ویې لولم.

د کتاب لوستلو ته مې بیګاه ډډه ووهله ، یوه شپه او ورځ کې مې مکمل خلاص کړ، چې له مطالعې وروسته په دې پوهیدم چې د کتاب محرک تر ډېره عقده او له ځینی کسانو سره شخصی ستونزې او تعصب دی.

مطمئن نه یوازې دا چی د اسلامی امارت د ډیری مشرانو د سیاسی او جهادی کیریر د داغداره کولو لپاره یې هغوئ پسې دروغ ، تهمتونو، بهتانونه او افتراوې کړې وی بلکې د ځینو مشرانو پر شخصی حریم یې هم په دومره سپین سترګۍ سره تیری کړی دی چې ښایې یو کوڅه ډب ، اواره او انتهایی پست او لویدلی کس به یې هم فکر ونه کړی.

په داسی حال کې چې ښاغلی مطمئن یوه ورځ هم د لوی ملاصاحب مرحوم ویاند نه دی پاتې شوی په دې د اسلامی امارت ټول مشران او کشران خبر دی، ویاند څه چې د نوموړی د بد اخلاقۍ او بی لمازۍ له امله ښاغلی حتی د طالبانو په ټول حکومت کې ونه توانیدی چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له ریاسته بره لاړشی په داسی حال کې چې تر ده ډېر کمزوری طالب مسئولین ، لکه مولوی قدرت الله جمال آن د اطلاعاتو او کلتور تر وزارته ورسېدل.

د هماغو ورځو خبره دی وای کله چې قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو، لوی ملاصاحب ته مولوی شهاب الدین دلاور صیب وویل چې جمال دې د کوټې له نمائندګۍ څخه دومره لوړې چوکۍ ته پورته کړ په داسی حال کې چې مسلک یې هم نه دی خو دغه مطمئن به دې وزیر کړی وای چې دغه یې کار او مسلک هم دی.

وای ملاصاحب ورته وویل ، د مطمئن په اړه زه خبر شوی یم ، چې لمونځ نه کوی نو څوک چې له فرض لمانځه سره دومره بې باکه وی هغه به دا دومره ستر کار په دیانت سره څنګه اداره کړی شی.

په کتاب کې ښاغلی مطمئن پر دلاور صاحب هم تورونه لګولی دی چې له برطانوی ، پاکستانی او افغانی استخباراتو سره لاس او پټې یارانې لری او زامن یې هم د افغانستان د حکومت پر بورسونو بهر کې درسونه وایی.

د کتاب له مطالعې وروسته سړی ته په ډاګه او په ډېره اسانۍ سره جوتیږی چې دغه کتاب ښاغلی مطمئن په طالبانو کې د یوې خاصې حلقې چې هغه د ده جیب او خېټه ډکوی د خوښۍ لپاره او د یوې مضره استخباراتی ادارې په امر لیکلی دی.

په کتاب کې ټکول شوی شخصیتونه ټول هغه کسان دی چې د پورته ذکر شوو دوو حلقو لخوا هر وخت تر بریدونو لاندې نیول شوی او بدنام شوی دی.

ملا عبدالحی مطمئن د قطر د سیاسی دفتر پروسه چې په سیاسی ډګر کې د طالبانو یوه ستره او ډکه سیاسی لاسته راوړنه بلل کیږی هم تحریم کړې ، د امریکا ، قطر او جرمنی استخباراتی ادارو پورې یې تړلې دی ، د یادې پروسې مرکزی کردار طیب اغا یې هم ټکولی او توهین کړی دی.

ملاعبدالسلام ضعیف چې کلونه یې د امریکایی وحشت په کرغیړنه تعذیب خانه ګوانتانامو کې تېر کړل ، د اسلامی امارت او اسلامی نظام لپاره یې سختې قربانۍ ورکړې، اوس هم د طالبانو دسیاسی حیثیت ساتلو لپاره یې شپه او ورځ پرځان یوه کړې او خپله مبارزه یې جاری ساتلې دی، د مطمئن په کتاب کې یې ټولې هڅې ، قربانۍ او ستړیاوې له پامه غورځول شوې او د نوموړی شخصیت یې ترور کړی دی.

پر دې سربېره یې تر ټولو ستر تهمت او افترا د ښاغلی معتصم په حق کې لګولې دی ، ښاغلی مطمئن په کتاب کې لیکلی چې له معتصم سره نږدې اړیکې او نه هم نږدې کاری سابقه لری خو بیا یې هم  آن د هغه پر شخصی او کورنی ژوند تیری کړی دی .

 دغه بې سنده او بې ضرورته کار یې  د کتاب محتوا دومره پیکه کړې ده چې له ورایه بیخی یو عادی لوستونکی هم ورباندې پوهیږی چې دلته مطمئن په عقده کې تر حد زیات افراط کړی دی.

نوموړی د معتصم اغاجان په اړه ویلی چې له ده سره د ملاصاحب مرحوم د طالبانو د بودیجې پر سر لانجه وه او یادې پیسې معتصم اغاجان په شخصی توګه استفاده کولې.

د معتصم اغاجان پر اوسنی دریځ او تګلاره نه غږیږو، د سم او ناسم قضاوت یې تاسی خپله کولی شی، خو دا یو واقعیت دی چې هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په قوی موقف کې وو ملاصاحب ته تر مطمئن په څو کرته ورتېر او د باور وړ وو،  له سقوطه را وروسته د امریکایی یرغلګرو پر ضد د جهاد پیل کې او د طالبانو په بیا انسجام او تمویل کې که وویل شی چې د معتصم ونډه نوی سلنه وه نو هیڅ مبالغه به ونه بللی شی.

ښاغلی معتصم وو چې له سقوطه وروسته یې ټولو ملګرو ته د بیا راټولېدو او د جهادی کارونو د شروع کېدو روحیه ورکړه ، زمینه یې ورته برابره کړه او ورسره موجود امکانات یې شریک کړل ، په دې ټول د امارت مشران معترف دی او په یوه خوله ښاغلی معتصم یو جرات مند ، پرکاره او جدی کس ګڼی.

له ښاغلی معتصم سره د مطمئن یوازینۍ ستونزه چې نوموړی یې دومره تخریب  ته اړ ویستلی دی شخصی عقده ده.

تر څومره چې زه خبر یم معتصم اغاجان د امارت ټولو مشرانو ته د کورونو د مصارفو لپاره پیسې ورکولې خو مطمئن له دغه امتیاز څخه بې برخې وو او همدا لامل دی چې نوموړی یې غچ اخستلو ته اړ ویست.

مطمئن ځکه ځینی محروم و چې نوموړی په لومړیو کلنو او سختو شپو ورځو کې له طالبانو سره له کار کولو رټ منکر وو نو طبعی خبره ده چې داسی کس ته بیا امتیازات هم نه ورکول کیږی.

او بل ښاغلی مطمئن په هماغو شپو کې د کندهار د مطبعې لس لکه کالدارې هم نقدې چغدې له رحمت الله کاکازاده صاحب څخه وهلې وې چې دغه کار یې هم د ډیرو مشرانو د نا رضایت سبب ګرزېدلی وو.

کیسه داسی وه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طالبانو د حکومت وروستیو شپو کې د کراچی کونسلګرۍ ته د مطبعې د ماشین اخستلو لپاره لس لکه کالدارې رالیږلې وې خو د ماشین تر خریدارۍ مخکې جنګونه پیل شول چې پایله کې یې اسلامی امارت سقوط وکړ او یادې پیسې د اسلامی امارت له قونسل مولوی رحمت الله کاکازاده سره پاتې شوې چې بیا مطمئن ورپسی ورغلی ، له کاکازاده څخه یې تر لاسه کړې او خپل ځان ته یې ښه ژوند په برابر کړ.

ښاغلی مطمئن ته په کار وه چې تر داسی کتاب لیکلو یې باید هیڅ څه لیکلی نه وی ، د ځان د مطرح کولو او شهرت لپاره یې بله لار لټولې وای، اوس هغه وخت نه دی چې  لوستونکی دی په پټو سترګو له هرچا سره هرڅه ومنی ، خلګ اوس سترګور شوی ، د شعور کچه یې  لوړه شوې هرڅه په پټو سترګو نه منی بلکې هره لیکنه او هره پېښېدونکې واقعه له څو ابعادو څیړی وروسته قناعت او قضاوت ورباندی کوی.

وماعلینا الاالبلاغ المبین.

یادونه : اوس سفر کې یم همدومره مې ولیکل، که ژوند یاری وکړه له اختره وروسته به ان شاء الله د ښاغلی مطمئن پر کتاب تفصیلی لیکنه کوم

اړوند مطالب


د « زه ملاله یم» پښتو کتاب چاپ شو


زرین انځور له نوی کتاب سره


شهید امیرالمؤمنین: دښمن ته د قهر او دوست ته د مظلومیت داستان/مولوی حماد اسحاقزی


د کتاب مینه والود حمیم تلوار حمید کتاب مخکتنه وکړه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=22422

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *