د طالب ډلې درې مشهور قوماندانان په بلخ ولایت کې ووژل شول

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87961

د هېواد په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په بلخ ولایت کې د طالبانو د دریو مشهورو قوماندانو له وژل کېدو خبر ورکوی.
د یاد قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی نن سه شنبه رسنیو ته ویلی چې دا درې کسان تېره ورځ د چهاربولک ولسوالۍ اړوند په تیمورک کلی کې د ملی پوځ ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
ښاغلی رضایی وویل چې په دې نښته کې د قاری جمشید او قاری احمدشاه په نامه د طالبانو د دوه تنه قوماندانانو په ګډون ۵ نور ټپیان شوی دی.
ښاغلی رضایی څرګند کړچې په یاده نښته کې د ملی پوځ ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
چهاربولک، چمتال او دولت آباد ولسوالۍ د بلخ ولایت له هغو ولسوالیو څخه دی چې طالبان پکې حضور لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87961

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *