د طالب بندیانو له خوشی کېدو څخه ددې ډلې هرکلی

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120112

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشی کېدو هرکلی کړی دی. دغې ډلې په یوه علامیه کې ویلی چې طالبانو تل د حکومت له نیول شویو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازدیدو هرکلی کوی، او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې کړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د تېر کوچنی اختر پر ورځ د کابو ۹۰۰ طالب زندانیانو د خوشی کولو اعلان کړی و. په تېرو دوه ورځو کې افغان چارواکو له دې ډلې د لسګونو طالبان زندانیانو د خوشې کولو خبره کړې.
خو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلی پیغام کې ویلی چې د دوی د معلوماتو پر اساس له ۸۸۷ کسیز لېست نه یوازې ۲۶۱ یې په دوی پورې تړاو لری.
طالبان په دغه اعلامیه کې وایی چې پاتې نور یې افغان حکومت او امریکایی ځواکونو په بېلا بېلو ځایونو کې د چاپو پر وخت، یا له لویو لارو او یا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس نیولی او دا کسان په جګړو کې ښکېل نه وو.
پرون دوشنبه د کورنیو چارو وزارت یوې باوری سرچینې بی بی سی ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې د ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، بغلان، لغمان، کونړ او د پکتیا ولایت له بند خونو څخه ۶۸ طالب بندیان خوشی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120112

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *