د طالبانو ۴ قوماندانان او ۱۹ غړی په ننګرهار ولایت کې ووژل شول

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41054

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلی چې د یاد ولایت په خوګیانی ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر دوه مرکزونو باندې د ملی امینت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له امله د طالبانو ۴ قوماندانان او ۱۹ جنګیالی یې له پښو غورځول شوی دی.
د ننګرهار والی دفتر د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه عملیات تېره شپه د خوګیانی ولسوالۍ د سورداګ په سیمه کې ترسره شوی چې په پایله کې د طالبانو سیمه ایز قوماندانان قاری هدایت الله مشهور په مدثر، قاری خالد او اسماعیل او ددوی ۱۹ غړی ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې، ددې عملیاتو په پایله کې ۱۴ شکمن کسان هم نیول شوی دی.
دی زیاته کړه چې د طالبانو دوه موترونه او یوشمېر وسلې هم د افغان امینتی ځواکونو واک ته ورغلی دی.
له بل لورې، طالبانو د ېوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړی چې د تېرې شپې په نښته کې ۱۳ حکومتی سرتېری وژل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41054

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *