د طالبانو ۳۶ غړی په بغلان کې وژل شوی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 83202

د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایی د یاد ولایت په ځینو سیمو کې د پوځ ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه تلفات اړول شوی او ویل کېږی په دې عملیاتو کې ۳۶ طالب جنګیالی وژل شوی دی.
یاد قول اردو ویلی چې د ولید ۱۷ په نامه عملیاتو په دوام او د شش کپه، لرخابی او دندشهاب الدین په سیمو کې د پوځ د هوایی ځواکونو په مرسته ۳۶ تنه طالب جنګیالی وژل شوی دی.
ویل کېږی د پلخمری لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوی قدیر او د طالبانو ځینې نور لوړ پوړی چارواکی به دې عملیاتو کې وژل شوی دی.
همداراز په یاده سیمه کې د پوځ ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ تنه یې ټپیان شوی دی. د طالبانو یوشمېر وسلې هم د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83202

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *