
د طالبانو ۲۱ غړی په میدان وردګو ولایت کې ووژل شول
- خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: امنیت او پېښې
- د خبر شميره: 87820
د ملی امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په میدان وردګو ولایت کې د طالب ډلې د څو مشرانو په ګډون د یادې ډلې د ۲۱ غړو له وژل کېدو خبر ورکوی.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د ملی امنیت عمومی ریاست له خوا خپور شوې راغلی چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د یولړ ځانګړو هوایی عملیاتو په ترسره کولو سره د طالب ډلې د ځینو غړو په ګډون ۲۱ ترهګر له پښو غورځولی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د طالب ډلې د مشری غړو د ترهګریزو بریدونو، د مواصلاتی لارو د تړلو او د وردګو ولایت د ګواښ ترڅنګ د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې یوه غونډه ترسره کړې وه ترڅو د ټاکنو بهیر د ګډوډولو پرسر خپل پروګرام پلی کړی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د استخباراتی بنسټ مشر مولوی نقیب الله، په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د معیوبینو مسول مولوی عبدالرحمن، د حقانی شبکې غړی مولوی سیف الرحمن، د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوی صمد، د سید اباد ولسوالۍ د تنګی په سیمه کې د طالب ډلې عمومی مسول مولوی سید الله او د طالبانو د ۱۵ کسیزې ډلې قوماندان مولوی نقیب الله ددغو عملیاتو په ترڅ کې له ۱۵ نورو ترهګرو سره وژل شوی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)