د طالبانو یو پلاوی د خبرواترو په موخه دبی ته تللی

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 84417

د پاکستان په کوېټه ښار کې د طالب ډلې یو پلاوی د ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره د خبرو لپاره دبی ته تللی دی. ټاکل شوې دا ناسته پنځه ورځې دوام ومومی او د ځینو موضوعاتو لکه په افغانستان کې د سولې د خبرواترو پرسر بحث ترسره شی.
ددغو سرچینو په وینا، دا پلاوی تېره ورځ سهار د پاکستان له کراچی ښار څخه دبی ته سفر کړی او ټاکل شوې دا خبرې اترې پنځه ورځو لپاره دوام ومومی.
دغو سرچینو بی بی سی ته تایید کړی چې نورې خبرې اترې هم د سپټمبر په ۲۷ او ۲۸ د قطر پلازمېنه دوحه ښار کې ترسره کېږی. په دې ناسته کې دواړه خواوې به د بندیانو د بدلولو او د ملکی وګړو د تلفاتو په اړه خبرې وکړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغو خبرواترو په اړه وویل چې دی ددې سفر د تایید یا رد په اړه څه نه وایی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84417

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *