د طالبانو یو مهم قوماندان په کونړ ولایت کې وژل شوی

  • خپرول: ۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102647

د کونړ چارواکی وایی چې افغان ځانګړو ځواکونو ‘صفر دو قطعې’ تېره شپه د ماڼوګی ولسوالۍ په خلقلام سیمه کې عملیات کړی چې په پایله کې یې د یو مهم قوماندان نجم الدین له دوو نورو ملګرو سره وژلی دی.

د کونړ د والی ویاند غنی مصمم امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین مخکې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مهم قوماندان و، خو تازه بېرته د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې ته اوښتی و.

غنی مصمم وویل له نجم الدین سره یې دوه نور مهم ملګری هم وژل شوی او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان هم امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین ‌‌‌‌‌‌ډېرو حکومتی او حکومت پلوه خلکو په وژنه کې لاس درلود.

د سیمې یو اوسېدونکی امریکا غږ ته وویل چې قوماندان نجم الدین په دې وروستیو کې له داعش سره و، خو خپلمنځی اختلافات یې لرل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102647

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




87 − = 81