د طالبانو یوموټر بم موخې ته له رسېدو وړاندې وچاودېد

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44693

په فراه ولایت کې د طالبانو موټر بم چاودنې په ترڅ کې، ددوی څلور غړی ووژل شول. دغه پېشه تېره ورځ د یاد ولایت انار درې په ولسوالۍ کې ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې طالبانو غوښتل د چاوېدونکو توکو ډک یو موټر په فراه ولایت کې چاودنه ورکړی خو دغه موټر موخې ته له رسېدو وړاندې وچاودېد.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه موټر تېره ورځ مازدیګر د فراه ولایت انار درې ولسوالۍ د دهنه جوال په کلی کې چاودېدلی دی.
په دغه چاودنه کې د طالبانو څلور ترهګر چې په دغه موټر کې سپور ول،هم وژل وشی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی چې په یاده پېښه کې خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44693

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *