د طالبانو ګواښ ته د خلیل زاد غبرګون؛ که طالبان و جنګېږی موږ هم جنګېږو

  • خپرول: ۲۷ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 100492

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د طالبانو وروستی ګواښ ته په غبرګون ویلی: که طالبان د خبرواترو مېزته حاضر نشی او جګړې ته دوام ورکړی، امریکا به د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ وی او له دوی څخه به ملاتړ وکړی.
خلیل زاد په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی: کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې مې یوځل بیا و توانېدم له ولسمشر اشرف غنی، د ملی امنیت له لوړ پوړو چارواکو او دغه راز له مدنی ټولنو او رسنیو سره خبرې وکړم. موږ هوکړې ته ورسېدل چې د سولې خبرواترو لپاره د چمتوالی په لړکې پر طالبانو پوځی فشار مهم دی.
ده همداراز ټینګار وکړ: امریکا او ملګری یې د افغانستان ځواکونو په ملاتړ ویاړ کوی او په راتلونکې کې به هم دا رول ترسره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100492

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *