د طالبانو څه باندې ۱۰۰ غړی د هېواد په شمال کې وژل شوی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 78322

امنیتی چارواکی وایی د هېواد په شمال کې د هوایی بریدونو له امله د طالب ډلې څه باندې ۱۰۰ غړی وژل شوی دی.
ویل کېږی په دغو هوایی بریدونو کې د طالبانو یوشمېر پوځی وسایل هم لمنځه وړل شوی دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویلی چې د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو ترمنځ د حمام چشمې په سیمه کې د هوایی بریدونو له امله د طالبانو شاوخوا ۱۰۰ غړی وژل شوی دی.
یاد قول اردو ویلی چې ددې پېښې د وژل شویو کسانو په منځ کې د طالبانو پوځی مسول مولوی مطیع الله او مولوی عبدالباقی په څېر د طالبانو ځینې لوړ پوړی کسان هم شامل دی.
په دغو هوایی بریدونو کې شپژهاموی ټانکونه او یوشمېر لېږدونکی وسایط هم لمنځه وړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78322

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *