د طالبانو پوځی مسوول د غزنی په قره باغ سیمه کې ووژل شو

  • خپرول: ۲۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 103971

د غزنی ولایتی چارواکی وایی چې د ایتلافی ځواکونو له لوری پرون مازدیګر په قره باغ ولسوالی کې د یوه مشهور قوماندان په ګډون ۶ طالبان ووژل شول.

خو طالبان وایی چې په قره باغ ولسوالی کې ۷ ملکی وګړی وژل شوی دی.

د غزنی د والی ویندوی عارف نوری رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلی چې د ایتلافی ځواکونو په عملیاتو کې، چې په (جمال خېل) کلی کې وشول، د طالبانو د قره باغ ولسوالۍ پوځی مسوول قوماندان رفیع الله له ۵ نورو سختدریځو سر ه وژل شوی دی.

ښاغلی نوری ویلی چې د قوماندان رفیع الله وژل کېدا به په سیمه کې د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103971

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *