د طالبانو په مشرتابه کې د بدلونونو په اړه د جنرال عبدالرازق څرګندونې

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 65047

نوشته شده توسط احمدشاه غنی زاده – Tue Jun 19 2018, 8:22 am

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوی چې د وسله والو طالبانو مشرانو د یاد ډلې په مشرتابه کې یې یو لړ بدلونونه راوستلی دی.

د جنرال عبدالرازق په وینا، د طالبانو د مشرتابې د پرېکړې پر اساس په فرهنګی چارو کې د طالبانو مشر امیر خان متقی په خپله دنده کې د سرغړونې له امله له خپلې دندې ګوښه کړای شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو مشرتابې د پرېکړې سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په فرهنګی چارو کې د طالبانو نوی مشر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

د کندهار امنیه قوماندان په همدې حال کې ادعا کوی، چې طالبانو ښاغلی متقی د طالبانو مشر ملا هبت الله د دفتر رئیس په توګه په دنده ګمارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه جګپوړی ډلمشر رویټرز ته ویلی، چې د طالبانو مشرتابه د وسله والو سلفی انځورونو په اړه یوه بیړنی غونډه رابللې ده.

سرچینه زیاتوی، چې د طالبانو مشرتابه د یاد ډلې ډلمشرانو ته لارښوونه کړې، چې د هغو طالب جنګیالیو په وړاندې انضباطی اقدامات وکړی چې له امنیتی ځواکونو او حکومتی چارواکو سره سفلی انوځورونه اخیستی دی.

د سرچینې په وینا، پاکستان د طالبانو له مشرتابې څخه غوښتی وو چې د اوربند په موده کې یې د امریکایی او نورو بهرنیو ځواکونو په وړاندې هم بریدونه ودروی خو طالبانو مشرتابه د پاکستان دغه غوښتنه رد کړه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65047

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *