د طالبانو ویاند: زموژ نفوذی کسان د امریکا ځانګړو ځواکونو په تمه دی

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41075

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د زرو تنو امریکایی سرتېرو د لېژلو په اړه وویل چې د طالبانو اړوند نفوذی کسان د امریکایی ځواکونو په تمه دی ترڅو ددوی په وړاندې خپلې مرمۍ وکاروی.
ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د زرو تنو امریکایی سرتېرو د لېژلو په اړوند د ېوې ویناپاڼې په خپرولو سره وویل چې امریکایان باید د تېرو کلونو څخه د عبرت درس واخلی او له دې نه زیات ناوړه کړنې ترسره نه کړی.
مجاهد خبرداری ورکړ چې ددغې ډلې سلګونه نفوذی کسان پر امریکایی پوځیانو باندې د برید چمتوالۍ لری.
د طالبانو ویاند افغانستان ته د امریکا ځانګړو سلاکارانو لېژلو ته په اشارې سره وویل: امریکا چې تردې وړاندې دخپل سل زرو پوځیانو سره ونه توانېد د افغانستان په جګړه کې بریالی شی، اوس مهال هم د څو سوه پوځیانو سره به ونه توانېژی بریالی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41075

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *