د طالبانو له خوا د سولې کاروان غوښتنې رد کېدل

  • خپرول: ۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 65331

د سولې لپاره د ولسی حرکت غړی وایی چې له دری ورځنی ضرب الاجل په پوره کېدو سره وسله والو طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د ولس غوښتنې رد کړې دی.
د سولې د ولسی حرکت ویاند بسم الله وطندوست د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل د ولس د غوښتنو او د حکومت لخوا د دوی د وړاندیزونو تر منل کېدلو وروسته له وسله والو طالبانو هم دا هیله کېده چې خپل دریځ به نرم کړی.
خو دی وایی، طالبانو دوی ته په استول شوی خصوصی پیغام کې پر خپل پخوانی دریځ چې هغه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل دی ټینګار کړی دی.
وموړی زیاته کړه:
“ولس طالبانو ته دری ورځې وخت ورکړی و چې دوی د افغان حکومت اوربند ته ځواب ورکړی او دوی هم د حکومت په څیر د اوربند پرېکړه وکړی، خو له بده مرغه موږ نن په خصوصی توګه منفی پیغام تر لاسه کړ، په ټوله کې د دوی خبرې هماغه زړې دی دوی ولس په مخ وواهه او د ولس هیلې یی کم رنګه کړې.”
ښاغلی وطندوست وایی، د طالبانو دریځ که څه هم خواشینی کړی، خو د سولې لپاره ولسی حرکت به خپلې هڅې جاری ساتی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65331

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *