د طالبانو سیاسی دفتر د فلج کیدو په درشل کې

  • خپرول: ۱۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 67368


Fb-Button

مولوی محمد الله ||

دطالبانو سیاسی دفتر او درهبری شورا غړی ښاغلی شیرمحمد عباس ستانکزی په دې وروستیو کې د قطر دفتر په یوه مجلس کې دامارت په سیاسی دفتر کې دمالی او اداری چارو په اړه په خپلو خبرو کې شهید امیرالمؤمنین ملااخترمحمدمنصور په ظلم اوخیانت تورن کړی، په جاسوس او غله یې نومولی، او په سیاسی دفتر کې د نوموړی ټولې لاسوهنې او مداخلې یې ظلم او خپلولی پالل یاد کړی دی او دې ته ورته نور فاحش الفاظ یې هم کارولی.

 همدا وجه وه چې نن دلته د کویټې او پیښور په عامو مجالسو کې دشهید منصور صاحب په حق کې دښاغلی ستانکزی ګستاخی او فحش ویلو په اړه موضوع ګرمه ده. او سخت غبرګونونه یی راپارولی دی، داپه داسی حال کې چې منصور صاحب ته له نژدی طالب مشرانو یو هم ستانکزی بلل کیده، او لومړی طالب مشر وه چې له شهید منصور رحمه الله سره یې خپل بیعت اعلان کړ.

د منصور صاحب په اړه د نوموړی او په قطر او پاکستان کې دځینو نورو مصلحت او وخت پرستانو او داسلام او شریعت څخه ناخبرو کسانو تملق دی حد ته رسیدلی وه چې چا به ورسره بیعت نه ؤ کړی له اسلام څخه به یې خارج باله چې بیعت فرض دی، ده ولې نه دی کړی؟ نو له اسلام څخه خارج شو. همدا وجه وه چې دسیاسی دفتر په مشرتوب ونازل شو او منصور صاحب ته نژدې کس شو.

خو درې کاله وروسته ستانکزی صاحب دمنصور صاحب ټول اسرار دامارت د داسې وفادارو غړو په مخکې وویل، یا ورته ورسیدل چې هغوی د خپل امیر حرمت له ایمانیاتو څخه بولی‎، خو متاسفانه دیوې میاشتې له تیریدلو سره تراوسه نوموړی نه مجازات شو اونه یې په وړاندې کوم غبرګون وښودل شو.

دښاغلی ستانکزی ناوړه کړنو په قطر کې دطالبانو سیاسی دفتر تردې حده راورساوو چې اوس یې یوازې نوم پاتی دی او دیو تجارتی شرکت بڼه یې غوره کړې ده، دطالبانو مشرانو ترمنځ دمقابلې میدان ګرځېدلی، په قطر اوپاکستان کې میشت مشران هر یو په دې هڅه کې دی چې څه ډول دغه دفتر یا تر خپلې ولکې لاندې راولی او یا یې کم ترکمه تر خپل اغیز لاندې راولی ترڅو پرې خپلې شخصی ګټې ترلاسه او له بهرنیو هیوادونو او اشخاصو سره پرې اړیکې جوړې کړی.

ښاغلی ستانکزی اوسمهال یوازې په ګپ شپ، ټوکو ټکالو، او په مجالسو کې په ریشخند او خنداګانو خپل وخت تیروی، نور هیڅ سیاسی فعالیت نه لری. همدا لامل دی چې په امارت کې سیاسی کشمکش رامنځته شوی، هرڅوک جلا جلا سیاسی فعالیتونه ترسره کوی، چې لاندی طالب مشران پکې ترټولو ستره ونډه لری:

۱: په پاکستان کې د امارت  مرستیال مشر ملا محمدیعقوب او د هغه کاکا ملا عبدالمنان عمری ځان ته جلا سیاسی فعالیتونه لری او استازی یې سعودی عربستان، ترکیه، ابو ظبی او نورو هیوادو ته تګ راتګ کوی.

۲: ملا امیر خان متقی چې دپاکستان لپاره دجاسوسۍ شل کلن مهارت او تجربه لری اوس دشیخ هبه الله اخوندزاده په استازیتوب په اسلام اباد کې دخپلو استخباراتی بادارانو ای اس ای اوپاکستانی چارواکو له لارې له روسیې، چین اونورو هیوادونو سره خپلې اړیکی په مخ بیایی.

دغو استخباراتی اړیکو ته داهمیت او پټ ساتلو په موخه، د طالبانو مشر تیره میاشت نوموړی په کویټه کې دخپل دفتر سکرتر هم وټاکه، ترڅو ورسره مستقیما په تماس کی وی، ځکه له پاکستان سره اړیکی طالب مشر ته حیاتی ارزښت لری او دا ټاکنه یې دپاکستان په غوښتنه ترسره کړې.

څرنګه چې په قطر کې سیاسی دفتر، له پاکستان څخه دطالبانو داستقلال ښودلو په موخه تاسیس شوی ؤ، پاکستان پرې سخت خوابدی ؤ، اوس نوموړی غواړی د پاکستان خوابدی لمنځه یوسی او دقطر سیاسی دفتر دفعالیت مخه ونیسی نو ځکه یی ستانکزی خپل سرته پریښی، سیاسی فعالیت تری نه غواړی، او هرڅه په خپله خوښه دخپلو بادارانو په مشوره ترسره کوی.

لرې نه ده چې دطالبانو سیاسی دفتر ډېر ژر له  فلج کېدو سره مخ شی او مسؤلیت به یې بیا دسیاسی دفتر مشر او غړو ته راجع وی نه د امارت مشرتابه ته.

اړوند مطالب


روسیه د طالبانو لپاره په پاکستان کې د رسمی دفتر د پرانستل کېدو غوښتنه کوی


پاکستان د طالبانو د قطر د دفتر د مشر طیب اغا وروڼه خوشی کړل


افغانستان او پاکستان د طالبانو لپاره د دفتر په پرانستلو موافقه وکړه


طالبانو تایید کړه چې د قطر د دفتر پلاوی یې پاکستان ته تللی دی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=67368

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *