د طالبانو د ۱۴ غړو نومونه له تور نوملړ څخه وویستل شول

  • خپرول: ۲۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 112103

په قطر کې د طالبانو دفتر د څوارلسو غړو نومونه د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه ایستل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر په پخلۍ سره وایی چې ملاعبدالغنی برادر، انس حقانی، شیر محمد عباس ستانکزی، امیرخان متقی، قاری دین محمد، زاهدالله احمدزی او ضیاء الرحمن مدنی هغه شمېر کسان دی چې نومونه یې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه ایستل شوی دی.
ویل شوی چې ددې کسانو نومونه په موقت ډول له دې نوملړ څخه ایستل شوی ترڅو د سولې په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شی.
داپه داسې حال کې ده چې ټاکل شوې دوهمه بین الافغانی غونډه په نېږدې راتلونکې کې د طالبانو د مرکچی پلاوی غړو او د افغانستان دولت استازو په شتون د قطر په دوحه کې په لاره واچول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112103

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *