د طالبانو د ګواښ په اړه د ځینو نوماندانو غبرګون

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 130373

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره یو شمیر نوماندان وایی چې د طالبانو د ګواښونو سره سره ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکوی.
دوی وایی چې پخوا هم طالبانو ګواښ کاوه، خو خلکو بیا هم په ټاکنو کې برخه واخیسته.
دوه ورځې مخکې طالبانو اعلان وکړ چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر روانو ټاکنیزو غونډو برید کوی او خلکو ته یې ویلی چې ځان وساتی.
ددغه ګواښ په غبرګون کې د محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیمونه وایی چې دوی به خپلو ټاکنیزو غونډو او کمپاینونو ته دوام ورکړی.
د محمد اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټیم یو ویاند جاوید فیصل وایی چې پخوا هم طالبانو ګواښ کړی، خو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.
فیصل وایی “د افغانستان خلکو همیشه د تروریستانو او د هغوی اوامرو ته نه ویلې ده، دا ځل به هم خلک راوځی او په ټاکنو کې به ګډون کوی، او د خپلې آیندې لپاره به په خپله تصمیم نیسی، موږ د طالبانو زور او تنګو نظریاتو ته نه تسلیمیږو پر ضد یې مبارزه کوو او ټاکنو ته دوام ورکوو”.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130373

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *