د طالبانو د نوی مرکچی پلاوی په نوملړکې د انس حقانی د شتون په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104547

د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی له امریکا سره د طالبانو د مرکچی پلاوی د غړو په نوملړ کې د انس حقانی نوم د شتون  په اړه غبرګون وښود. 

د ولسمشر ویاند مرستیال ددې موضوع په غبرګون اعلان وکړ: دده د  خوشی کېدو په تړاو هیڅ ډول پرېکړه نده نیول شوې. د افغانستان حکومت د اساسی قانون پلی کولو ته اړ دی او هغه کسان چې د افغانستان خلکو پر وړاندې جرم ترسره کوی، د نافذ شویو قوانینو له مخې ددوی په اړه پرېکړه کېږی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو نن په داسې حال کې دخپل مرکچی پلاوی غړی اعلان کړل چې ددې ډلې د جګپوړی غړی انس حقانی نوم چې اوس  مهال د افغانستان حکومت له خوا په بند کې دی، په دې نوملړکې شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104547

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




77 − 75 =