د طالبانو د نظامی کمیسیون مشر د دې ډلې وروستۍ حملې ړندې وبللې

  • خپرول: ۸ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 34166

تاند- د طالبانو د نظامی کمیسیون مشر صدرابراهیم ته په یوه منسوب پیغام کې، چې تاند ترلاسه کړی، د طالبانو پر «ړندو» بریدونو انتقاد شوی دی.

په دې پیغام کې صدرابراهیم ویلی چې د کابل او څو نور خونړی بریدونه د دوی له مشورې پرته حقانی شبکې کړی دی.

په دې پیغام کې د طالبانو د رهبرۍ په شورا کې پرېکړې سلیقوی بلل شوی او ویل شوی چې د طالبانو اوسنی مشر هیبه الله اخوندزاده د محدودو کسانو تر اغېز لاندې راغلی دی:

«… کله چې بهرنیو یرغلګرو منصور صاحب شهید کړ خو کله چې شیخ هبهالله اخندزاده صاحب داسلامی امارت زعیم وټاکل شو نو وی نشو وکولای داسلامی امارت پرمشرتابه بشپړ حاکمیت او نظارت وکړی هماغه ؤ چې نوموړی د څو مخصوصو اشخاصو اوځانګړې حلقې تر تاثیر لاندې راغی اوځینی داسې تصامیم یې ونیول چې د اسلامی امارت د رهبرئ دشورا ډیر پخوانی غړی ناراضه او په نتیجه کې ګوښه شول . »

ابراهیم صدر د طالبانو په منځ کې د ډېر نفوذ خاوند دی.

په دې پیغام کې صدر د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې د وروستیو بې اتفاقیو پړه د دې ډلې په مشرتابه کې په قومی تبعیض او د منصور له پلویانو سره په سلیقوی چلند اچولې ده.

ابراهیم صدر په خپل پیغام کې د روژې په میاشت کې پر هغو دوو بریدونو اعتراض کړی چې په ترڅ کې یې په سلګونو ملکی وګړی ووژل شول.

ده د کابل د زنبق څلور لارې او د الزهرا جامع جومات حملو ته ګوته نیولې او ویلی یې دی چې دغو حملو د «اسلامی امارت» د پلویانو په وړاندې کرکه زیاته کړه.

تاند صدرابراهیم ته د دغه منسوب پیغام کره والی تاییدولی نه شی. خو که تایید شی چې دا پیغام د نوموړی دی، معنا یې دا ده چې د طالبانو په منځ کې اختلاف جدی پړاو ته رسېدلی دی.

د طالبانو رسمی ویندویانو تر دې دمه د ابراهیم صدر د دې پیغام په اړه څه نه دی ویلی.

طالبانو تر دې وړاندې پخپل منځ کې د اختلافاتو خبرونه تل رد کړی او هغه یې د دښمن تبلیغات بللی دی.

تر دې پخوا د ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر له اعلانېدو وروسته د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه شورا یو شمېر غړی او قوماندانان یې، د ملا اختر محمد له مشرتابه سره د مخالفت له کبله جلا شول او ځان ته یې بېله ډله جوړه کړه.

اړوند مطالب


طالبانو ابراهیم صدر د خپل پوځی کمیسیون مشر ټاکلی دی


دفاع وزارت وایی، د طالبانو د پوځی کمیسیون د مشر پر کاروان په حمله کې ۳۰ طالبان وژل شوی


افغان طالبانو د پېښور د حملې له قربانیاتنو سره خواخوږی وښوده


د پاکستان دینی عالمانو انتحاری حملې ناروا وبللې

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=34166

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *