د طالبانو د قطر د دفتر نوی مشر له امریکا سره د خبرو لپاره د مرکچیانو شمېر زیات کړ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104487


Fb-Button

تاند- ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په ۲۵ نېټه د زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی پلاوی د طالبانو له پلاوی سره خبرې وکړی.

دا پلاوی د طالبانو د قطر د دفتر نوی رییس ملاعبدالغنی برادر ټاکلی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر سرچینې وایی چې د دې دفتر نوی مشر ملا عبدالغنی برادر له امریکا سره د خبرو لپاره په خپل مرکچی پلاوی کې بدلون راوستی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د عباس ستانکزی په مشرۍ د طالبانو د مرکچی پلاوی د نومونو لیست خپور کړی دی.

له زلمی خلیلزاد سره د طالبانو د قطر د خبرو په تېر پړاو کې د طالبانو د مرکچیانو شمېر ۸ تنه وو خو دا ځل طالبانو د خپل پلاوی شمېر ۱۴ تنو ته زیات کړی دی او د هغو په منځ کې انس حقانی هم شامل دی چې د امریکا په تور لیست کې شامل دی.

د مجاهد له لوری په خپور شوی لیست کې دا کسان شامل دی:

۱- د مرکچی پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزی

۲- مولوی ضیاالدین مدنی

۳- مولوی عبدالسلام حنفی

۴- شهاب الدین دلاور

 ۵- ملا عبداللطیف منصور

۶- عبدالمنان عمری

۷- امیرخان متقی

۸- ملا محمدفاضل مظلوم

۹- ملا خیرالله خیرخواه

۱۰- مولوی مطیع الحق

۱۱- ملا محمد انس حقانی

۱۲- ملانورالله نوری

۱۳- مولوی محمدنبی عمری

۱۴- ملاعبدالحق وثیق

د تېر ځل د خبرو په پای کې دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د پرمختګ زېری ورکړل خو ویې ویل چې هر څه لا په ابتدایی پړاو کې دی.

ګومان کېږی چې دا ځل به طالبان له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د ایستلو د مهالوېش پر اعلانولو ټینګار وکړی او امریکا به له طالبانو وغواړی چې اوربند وکړی او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنی.