د طالبانو اعلامیې په اړه د سولې او اعتدال ډلې غبرګون

  • خپرول: ۲۴ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112124

د سولې او اعتدال ډلې په یوه ویناپاڼه کې، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او ویلی چې دا ډله په دې ډول ګامونو سره د هېواد سولې بهیر ته زیان رسوی.
په دې ویناپاڼه کې راغلی، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د سولې بهیر په نویو هیلو سره څاری، خو د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل د اندېښنې وړ دی.
دې ډلې زیاته کړې چې موږ طالبانو ته دا غږ کوو، په داسې حال کې چې د خلکو هیلې ډېرې شوی، تاسې نباید خپل ځان له خلکو لیرې کړئ.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان د پسرلینو عملیاتو په اعلان سره نباید هڅه وکړی چې د سولې بهیر ته زیان ورسوی، هغه لاملونه چې د طالبانو له نظره په هېواد کې د جګړې د دوام لاملونه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112124

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *