د شیعه او سنی عالمان : د مسلمانانو باور په قدس پورې اړوند دی

  • خپرول: ۲۶ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40321

د افغانستان شیعه او او سنی عالمانو په کابل کې په یوه ګډه ناسته کې اعلان وکړ چې بیت المقدس یوازې د فلسطین خاورې یوه برخه نده ، بلکه یاده سیمه د ټولو مسلمانانو باور او ایمان ګڼل کېژی او هیڅ مسلمان د خپل باور څخه نه تېرېژی او دوی به د امریکا دغه اقدام په وړاندې ودرېژی.
د افغانستان یوتن پیاوړی دینی عالم مولوی نقیب الله د شیعه او سنی عالمانو په یوه خبری ناسته کې وویل چې د افغانستان ولسمشر د قدس په اړه د ترامپ پرېکړې په وړاندې ددغه هېواد مسلمانانو د پام وړ دریځ نیولی او د خلکو ایمان او باور څخه په سمه توګه استازیتوب وکړ.
د افغانستان جوماتونو د ټولنې مشر محمد آصف مصباح هم په دغه ناسته کې قدس ښار ته د امریکا سفارت لېژلو په اړه د یاد هېواد ولسمشر پرېکړه ناسم اقدام وباله وویل چې دغه اقدام د نړیوالې ټولنې له لوری په کلکه غندل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40321

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *