د شیطان پېژند ګلوی (دریمه برخه)

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 29834

په مخکنۍ برخه کې مو د شیطان د خلقت او ظاهری شکل په اړه خبرې کړې وې پدې برخه کې د شیطان د معنوی صفاتو په لور یو نظر کوو او په راتلونکو برخو کې به د شیطان په هغه لارو چارو خبرې کوو چې د یو انسان د ګمراه کولو لپاره ورڅخه کار اخلی .

د شیطان معنوی صفات – تکبر او کفر
د شیطان په طبیعت کې تکبر دی او هغه ډېر زیات کبر لری او له کومې ورځې نه چې الله جل جلاله ملائکو ته ا مر وکولو چې حضرت آدم علیه السلام ته د سجده وکوی له هغه ورځې نه کافر دی الله جل جلاله دده د کبر په اړه مونږ ته فرمایلی دی :

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِکَهِ اسْجُدُوا لِآَدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِیسَ أَبَى وَاسْتَکْبَرَ وَکَانَ مِنَ الْکَافِرِینَ. سوره البقره
ترجمه : او (یاد کړه اې محمده!) کله چې وویل مونږ پرښتو ته چې سجده وکړئ آدم ته (د تحیې) پس سجده وکړه دوی (ټولو) مګر (سجده ونکړه) ابلیس منع یې راوړه (له سجدې نه) او لوئی یې وکړه او وو دی (له پخوا څخه په علم د الله جل جلاله کې) له کافرانو څخه .

څرنګه چې کبر د شیطان دهغه د ټول عمر د هلاکت سبب شو او د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه ګناه ده رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو مبارکو کې بیا بیا مونږ دې ټکی ته متوجه کوی چې باید له زړونو څخه کبر وباسو په یو حدیث کې رسول الله صلی الله وعلیه وسلم فرمایی :

لا یدخل الجنه من کان فی قلبه مثقال ذره من خردل من الکِبر. صحیح مسلم

ترجمه : جنت ته به نه ننوزی هغه څوک چې په زړه کې یې په اندازه د یوې زرې د خردل دانې کبر وی .

یعنی چې یوه ذره کبر یې هم په زړه کې وی هغه یوه ذره کبر هم کولی شی یو بنده جنت ته له ننوتلو څخه بند کړی .

په یوه روایت کې دا هم راغلی چې یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : إن الرجل یحب أن یکون ثوبه حسناً ونعله حسناً . قال : إن الله جمیل یحب الجمال ، الکِبر بطر الحق وغمط الناس. صحیح مسلم
ترجمه : بېشکه یو سړی خوښوی چې د هغه جامه د ښکلې وی او د هغه پایزار د ښکلی وی (نو آیا دا هم کبر دی؟) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : (نه هغه کبر نه دی) بېشکه الله جل جلاله ښکلی دی او ښکلی شی خوښوی کبر د حق سپک ګڼل او د هغه باطلول دی او کبر د خلکو سپکاوی دی او هغو سپک ګڼل دی (او له خلکو نه خپل لوی ګڼلو ته کبر ویل کیږی) او ابلیس چې کله کبر وکولو نو همدا معنی د هغه په خبرو کې له ورایه ښکاره کېده چې الله جل جلاله مونږ ته د هغه وخت واقعه را نقل کوی نو فرمایی چې شیطان ویل : قَالَ أَنَا خَیْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِی مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِینٍ. سوره ص

ترجمه : وویل (ابلیس) زه غوره یم له ده (حضرت آدم علیه السلام) نه پیدا کړی د یم زه له اور نه او پیدا کړی د دی هغه له خټې نه .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی چې شیطان ویل :

قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِینًا . سوره الاسراء

ترجمه : وویل (ابلیس) آیا زه سجده وکړم داسې چا ته چې پیدا کړل شوی وی له خټې نه؟
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی چې شیطان ویل :

قَالَ لَمْ أَکُنْ لِأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ . سوره الحجر

ترجمه : وویل (ابلیس) چې نه یم زه (لائق د دې کار) چې سجده وکړم (داسې) بشر ته چې پیدا کړی دی له کودرو کړنګېدونکیو وچ (چې جوړ شوی دی) له تورې خټې سخا شوې .

د الله جل جلاله معصیت

د شیطان له معنوی لویو صفاتو څخه بل دا دی چې هغه نا فرمانه دی ، هغه د الله جل جلاله نا فرمانی وکوله او دا هم په اصل کې د هغه د اول صفت (تکبر) نتیجه وه چې دی یې پدې لوی غضب هم آخته کړو حضرت ابراهیم علیه السلام ته چې الله جل جلاله ډېر لوی علم ورکړی وو هغه شیطان ډېر ښه پېژندلو او خپل پلار ته یې ویل چې د نا فرمانه شیطان متابعت مه کوه الله جل جلاله مونږ ته فرمایی چې هغه خپل پلار ته داسې نصیحت کاوه :

یَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطَانَ إِنَّ الشَّیْطَانَ کَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِیًّا . سوره مریم
ترجمه : اې پلاره عبادت (فرمانبرداری) مه کوه د شیطان بېشکه شیطان د رحمن (الله جل جلاله ) څخه نا فرمانه دی .

ملعون او رټل شوی دی

د شیطان بل صفت دادی چې دا د الله جل جلاله له رحمت څخه رټل شوی دی او د الله جل جلاله د لعنت قابل شوی دی کله چې ده د الله جل جلاله د یو حکم له منلو نه د تکبر له امله سر غړونه وکوله نو د الله جل جلاله په وړاندې د دې صفاتو قابل او لایق شو نو د الله جل جلاله لعنت ورباندې وشو او و رټل شو الله جل جلاله په هغه وخت کې شیطان ته وویل : قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَدْحُورًا لَمَنْ تَبِعَکَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنْکُمْ أَجْمَعِینَ . سوره الاعراف

ترجمه : وویل (الله جل جلاله ای ابلیسه) ووځه له دې ځایه په دغسې حال کې چې بد حال غمجن کړل شوی مردود رټل شوی (لرې کړل شوی یې له رحمته) . (قسم دی) خامخا هرڅوک چې متابعت وکړی ستا له دغو (انسانانو) خامخا ډک به کړم جهنم (دوزخ) له تاسې (له تابعانو ستا او له تا له) ټولو .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی :

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآَنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیمِ . سوره النحل
ترجمه : نو کله چې لولې (ته) (پاک) قرآن نو پناه وغواړه (ته) په الله جل جلاله له شیطان رټل شوی (په شعلو سره) .

په یو ځای کې الله جل جلاله د شیطان دا دواړه صفتونه په یو ځای کې یاد کړی دی الله جل جلاله شیطان ته وویل : قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّکَ رَجِیمٌ وَإِنَّ عَلَیْکَ اللَّعْنَهَ إِلَى یَوْمِ الدِّینِ . سوره الحجر

ترجمه : نو وفرمایل (الله جل جلاله ابلیس ته) پس ووزه ته له دې ځایه نو بېشکه ته رټل شوی ئې . او بېشکه پر تا باندې د (اې شیطانه ) لعنت تر ورځې د جزاء پورې .

طغیان اوله حده تېرېدل

د شیطان بل معنوی صفت تر حد تېرېدل دی او سرکشی کول دی شیطان په هغه وخت کې تر خپلو حدونو تېر شو چې کله الله جل جلاله ورته امر وکولو چې حضرت آدم علیه السلام ته د تعظیم سجده وکوه او ده انکار وکولو او ځان یې تر حضرت آدم علیه السلام نه لوی وګڼلو نو د الله جل جلاله د حکم سرکشی یې وکوله او تر خپلو ټاکلیو حدونو څخه تېر شو .

د حق په وړاندې کمزوری

د شیطان بل صفت دا دی چې هغه د خپل ټول فریب او چالاکی سره د حق په وړاندې ډېر کمزوری دی او چې یو حقانی انسان ته په چل او فریب سره دوکه ورنه کړی او هغه په چل سره له سمې لارې خطا نه کړی نو د مخامخ مقابلې یې بالکل نه د ی الله جل جلاله په قرآن کریم کې دده چل ته کمزوری ویلی دی الله جل جلاله فرمایی: الَّذِینَ آَمَنُوا یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ وَالَّذِینَ کَفَرُوا یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِیَاءَ الشَّیْطَانِ إِنَّ کَیْدَ الشَّیْطَانِ کَانَ ضَعِیفًا . سوره النساء

ترجمه : هغه کسان چې ایمان لرونکی دی جنګ کوی دوی په لاره د الله جل جلاله کې (د دین د ترقی لپاره) او هغه کسان چې کافران شوی دی جنګ کوی دوی په لاره د شیطان کې نو جنګ وکړئ تاسې له دوستانو د شیطان سره!، بېشکه چې مکر د شیطان ضعیف دی .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی :

قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیدُ . سوره سبأ

ترجمه : ووایه چې راغلو حق او نه به را ښکاره کیږی باطل او نه به را ګرځی .
امام طبری رحمه الله د پورتنی آیت په تفسیر کې فرمایی : والباطل : إبلیس ، أی : ما یخلق إبلیس أحداً ولا یبعثه .تفسیر جامع البیان

ترجمه : او باطل : ابلیس دی معنی یې داده چې ابلیس پیدا کول نشی کولی او نه هېڅوک را ژوندی کوی .
په بل ځای کې اللهجل جلاله فرمایی :
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ کَانَ زَهُوقًا. سوره الاسراء
ترجمه : او ووایه چې راغلو حق او هلاک شو باطل بېشکه باطل هلاکېدونکی دی .
امام قتاده رحمه الله ددې آیت په تفسیر کې فرمایی : الحق : القرآن ، وزهق الباطل : هلک ، وهو الشیطان . تفسیر الطبری

ترجمه : حق : قرآن دی د و زهق الباطل معنی ده چې هلاک شو او هغه (باطل) شیطان دی .

بې وفائی او د خپلو ملګرو شرمول

څرنګه چې همدا اوس تېر شول چې شیطان د حق په مقابل کې ډېر کمزوری دی نو هغه چې کله هم له حق سره مخامخ شی نو خپله شا ته منډه کړی او خپل ملګری په هر ډول حالاتو کې چې وی په میدان پریږدی او له هغه سره بې وفایی وکوی او که دده په نشت والی سره دده ملګری شرمیږی نو دده ورباندې څه کار نه وی وجه یې داده چې دده ملګرتیا د انسانانو سره صرف ددې لپاره وی چې په څه چل او دوکه سره انسانان د هلاکت کندې ته ورسوی او په دنیا او آخرت کې کوښښ کوی چې په څه ډول باندې انسان هلاک کړی ده په مختلفو ځایونو کې د خپلو ملګرو انسانانو سره همداسې کړی دی د مثال په ډول :

د بدر په ورځ

د بدر په ورځ ددې لپاره چې کفارو ته زړه ورکړی او جنګ ته یې ور تیز کړی نو شیطان د یو قومی مشر کافر سراقه بن مالک په شکل کې کفارو ته راغلو او ورته یې وویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جنګ ته زه هم ستاسې سره ځم تر هغه وخته پورې ورسره وو چې فوځونه سره مخامخ شول میدان ته په داسې وخت کې راغلو چې ابو جهل ته یې خپل لاس په لاس کې ورکړی وو کله یې چې په میدان کې په ملائکو باندې سترګې ولګېدلې نو شاته یې زور وکولو حارث ابن هشام چې ولیدل چې سراقه بن مالک (چې په اصل کې شیطان وو) شا ته زور شروع کړو نو یې کلک را ونیولو ده هغه ته په سینه کې وار ورکړو او ځان یې ورڅخه خلاص کړو او له میدان څخه په تېښته شو ابو جهل او نورو مشرکینو هغه ته وویل : سراقه دا ته څه کوې؟ لتانه هېر شول چې تا له مونږ سره وعده کړې وه چې ته به تر آخره پورې زمونږ ملګری کوې؟ ده ورته وویل زه داسې څه (ملائکې) وینم چې تاسې یې نه وینئ الله جل جلاله هغه واقعه مونږ ته بیانوی : وَإِذْ زَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَکُمُ الْیَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّی جَارٌ لَکُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَکَصَ عَلَى عَقِبَیْهِ وَقَالَ إِنِّی بَرِیءٌ مِنْکُمْ إِنِّی أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّی أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِیدُ الْعِقَابِ . سوره الانفال

ترجمه : او (یاد کړئ) هغه وخت چې ښایسته کړی وو دغو (کفارو) ته شیطان عملونه د دوی او وې ویل چې نشته هېڅ غالب پر تاسې نن ورځ له خلقو او بېشکه زه ساتونکی یم ستاسې ، نو کله چې سره ولیدل (مخامخ شول) دواړه فوځونه (د اسلام او کفر) بېرته ئې منډې کړې په پوندو خپلو (یعنی و تښتېده) او وئې ویل بېشکه زه بېزار یمه له (ساتنې) ستاسې او بېشکه زه وینم هغه (فوځ د ملائکو چې راځی په معاونت د مؤمنانو) چې نه یې وینئ تاسې بېشکه زه ویریږم له الله جل جلاله ا و الله جل جلاله سخت دی عقوبت (دده) .

د قیامت په ورځ

د قیامت په ورځ کله چې د فیصلې وخت شی نو شیطان به په پوره معنی په عامه توګه له ټولو خپلو پیروانو څخه بېزار شی او هغوی چې ټول عمر یې دده تابعداری کړی وی او دده تابعداری یې ددې سبب شوی وی چې اوس به یې په برخه کې هلاکت وی نو په هغه میدان کې به شیطان هغه ټول پریږدی او ښکاره به کړی چې په ده کې له ازل نه بې وفایی او دخپلو تابعدارانو د شرمولو او یوازې پرېښودلو عادت او صفت پروت دی ددې لپاره چې انسانان په دنیا کې اوس تر وخت وړاندې د هغه په دوستی باندې پوره یقین ونه کوی او ورباندې ډاډه نه شی نو الله جل جلاله مونږ ته دده د هغه وخت حالت بیانو ی الله جل جلاله فرمایی : وَقَالَ الشَّیْطَانُ لَمَّا قُضِیَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَکُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُکُمْ فَأَخْلَفْتُکُمْ وَمَا کَانَ لِی عَلَیْکُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُکُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِی فَلَا تَلُومُونِی وَلُومُوا أَنْفُسَکُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِکُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ إِنِّی کَفَرْتُ بِمَا أَشْرَکْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِینَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ . سوره ابراهیم

ترجمه : او وبه وایی شیطان کله چې فیصله شی امر (د حساب په قیامت کې) بېشکه چې الله جل جلاله وعده کړې وه له تاسې سره (په دنیا کې) وعده د حق (چې بیا را پورته کېدل دی ، دوزخ دی او نعمتونه دی) او وعده کړې وه ما له تاسې سره بیا نو خلاف مې وکړ له تاسې سره (په وعده کې لکه چې اوس در ښکاره شو) ، او نه وو ماته پر تاسې هېڅ حکومت ( او غلبه) مګر دا قدر چې وبللئ ما تاسې (ګمراهی ته) نو قبول کړو تاسې (په تشو غولولو سره) دعوت زما ، نو مه ملامتوئ تاسو ما او ملامت کړئ نفسونه (ځانونه) خپل نه یم زه اوس فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) ستاسې او نه یئ تاسې فریاد رس (له عذابه خلاصوونکی) زما ، بېشکه زه کافر (منکر بېزاره یم) له هغه اشراکه د تاسې ما لره (له الله جل جلاله سره په طاعت کې) پخوا (له دې نه په دنیا کې) ، (نو فرمائی الله جل جلاله) بېشکه چې ظالمان شته دوی ته عذاب ډېر دردناک .
په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی : یَعِدُهُمْ وَیُمَنِّیهِمْ وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطَانُ إِلَّا غُرُورًا أُولَئِکَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا یَجِدُونَ عَنْهَا مَحِیصًا . سوره النساء

ترجمه : وعده کوی (شیطان) له دوی سره او په باطلو امیدونو کې غورځوی دوی ، او نه کوی وعده له دوی سره شیطان مګر په فریب دغه (تابعان د شیطان) ځای د دوی جهنم دی او نه به موموی دوی له دې دوزخه هېڅ ځای د تېښتې (او خلاصی) .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایی : کَمَثَلِ الشَّیْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اکْفُرْ فَلَمَّا کَفَرَ قَالَ إِنِّی بَرِیءٌ مِنْکَ إِنِّی أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِینَ فَکَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیهَا وَذَلِکَ جَزَاءُ الظَّالِمِینَ . سوره الحشر

ترجمه : (مثال د منافقانو په مخالفت د وعدې کې) لکه مثل (قصه) د شیطان داسې ده کله چې وائی انسان ته چې کافر شه نو کله چې (انسان) کافر شی وائی (شیطان) زه بېزاره جلا یم له تا څخه بېشکه زه وېرېږم له الله جل جلاله چې رب د ټولو عالمیانو دی پس دی عاقبت انجام د دواړو (ګمراه کوونکی او ګمراه شوی) داسې چې بېشکه هغوی دواړه به وی په اور (د دوزخ) کې تل به اوسیږی دوی (دواړه) په هغه (اور د دوزخ) کې او هم دا (خلود د اور د دوزخ جزاء د ظالمانو (کافرانو) ده.

نور بیا………

دکتور کفایت الله وردګ

 

….

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=29834

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *