د شیدا شاعرانه ترکیبونه | عزیزالدین یوسفزی

  • خپرول: ۱ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 46088


Fb-Button

د شاعر دنیا په کلمو اباده ده، کلمې بیا د یوې ژبې په ګرامر کې ځانګړی ځایونه لری، چې د جملو په بشپړولو کې خپل ټاکلی حدود او ارزښتونه پر مخ بیایی؛ خو د شاعرۍ په جوړښت کې کله ـ کله بیا دغه حدود او ځانګړی ځایونه له منځه ځی. نه یوازې دا چې شاعر ځان له دې مقید چاپیریال څخه ازادوی، بلکې د کلمې په لومړۍ معنا سربېره، نورې معناوې او تعبیرونه هم پورته کوی، چې په متن کې د اصلی معنا تر څنګ یو بل نقش هم لری، همدغو کلمو ته شاعرانه کلمې ویل کېږی.

شاعر ځینې وخت د کلماتو له ساده ګۍ ستړی شی، غواړی چې د دوو کلمو له یو ځای کېدو، یوه دوه یمه معنا راوزېږوی، په خپل شعر کې د شاعرانه ترکیبونو په جوړولو لاس پورې کوی، له الفاظو سره داسې کانې وکړی، چې له عادی (ساده) کلمو او تورو هم انځورونه او بیا ترکیبونه پنځوی او د همدغو ترکیبونو پر هنریت د شعر د سحر او جادو اغېز، لا  ګړندی کړی.

ترکیب که د نحوې له مخې وپېژنو، وایو چې دوه یا له دوو څخه زیاتې کلمې سره ونښلی، یوه درېیمه کلمه ترې جوړه شی او بېله معنا ورکړی. ډېر ډولونه لری، لکه اضافی ترکیب، توصیفی، ارتباطی، عطفی، ندایی او نور. دلته یې په ګرامری اړخ نه غږېږو. په شاعرۍ کې د شاعر یو مهم  کمال د شاعرانه ترکیبونو جوړول دی، چې د څو کلمو له یو ځای کولو، یوه خپلواکه معنا راوباسی، که هغه د ګرامر پر قاعده ولاړه وی او یا نه؛ خو چې له تخییله خالی نه وی، دا ځکه چې په شاعرۍ کې تخییل د حقیقت د راپیداکولو وسیله ګڼل کېږی او دا وسیله په داسې کلمو رامنځته کېږی، چې ګرامری معیار یې مات کړی وی.

خیال چې د شعر اساسی توکی دی، د کلمو له ترکیبه منځ ته راځی، کله چې خبره د شاعرانه ترکیب شی؛ نو بیا د شاعر پر خلاقیت دلالت کوی. یعنې بیا نور د شاعر کار دی، چې له دې ترکیبونو خپل خیال او فکر ته څومره هنری رنګ ورکولی شی.

د پښتو ادب په کلاسیکه دوره کې کاظم خان شیدا یو له هغو شاعرانو څخه شمېرل کېږی، چې شعرونه یې له شاعرانه ترکیبونو مالامال دی. که کلاسیکې شاعرۍ ته ځیر شو، پر پښتو ژبې د فارسی، عربی او په اخرو وختونو کې د اردو ژبې لږو زیات اغېز و، چې له امله یې د همدې ژبو ګڼ شمېر کلمې پښتو شاعرۍ ته هم راننوتی دی.

په شعر کې د کلماتو د کارونې او اوډنې په اړه د پښتو ژبې یوه ښه ځانګړتیا دا ده، چې د هرې بلې ژبې کلمه په ځانګړی ډول د فارسی، عربی او اردو ژبو کلمې په اسانۍ سره په خپل ځان کې منحلوی او ښکلا ورکوی. شیدا په خپلې شاعرۍ کې له دې ټکی ډېره ښه او پراخه ګټه پورته کړې ده.

دا چې د نحوې له مخې جملې له ترکیبونو، ترکیبونه له کلمو او کلمې له تورو جوړیږی، په همدې اساس شاعر د خپل خیال او فکر د وړاندې کولو لپاره مجبور دی، چې دغه توری او کلمې د ترکیبونو په شکلونو جوړې کړی، تر څو خپل هدف کې بریالی راوخیژی. ځکه چې هر ترکیب له ځانه انځور زېږوی، هم شعر ته انځور وربښی او هم ورته ساه ورکوی.

په هر حال، د شیدا په شاعرۍ کې موږ له ډېرو انځوریزو ترکیبونو سره مخ کېږو، حتی لکه یو دریاب مو مخې ته پراته دی، لامل یې دا دی چې نوموړی له ادبی فنونو مالاماله شاعری کړې، چې همدغه د ادبی فنونو برخې (تشبه، مجاز، استعاره…) د هندی سبک له مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږی او د انځورونو جوړولو ته لاره هواروی.

(درد) او (مینه) دوه جلا کلمې دی، هېڅوک نه غواړی چې دردمن شی او بیا پر وړاندې یې داسې څوک نه شته، چې مینې ته دې اړتیا ونه لری. شیدا دغه دواړه کلمې سره یو ځای کوی او یو شاعرانه ترکیب ترې جوړوی:

الهی د مینې درد را!!

ګرم دل آهونه سرد را

شیدا د یو داسې درد غوښتنه کوی، چې له انسانانو سره یې مینه پرې زیاتیږی، دغه دواړه کلمې یې ددې لپاره سره یو ځای کړی، تر څو له هغوی سره پرې غمرازی وښیی. ددې تر څنګ (ګرم دل) او (آهونه سرد) هم توصیفی ترکیبونه دی، چې دلته د انسان دوستۍ ځانګړنې ښیی.

په شاعرانه ترکیبونو کې توصیفی ترکیبونه ډېر لیدل کېږی، چې د شیدا په شعرونو کې یې تر ډېره لیدلی شو، دغه ترکیبونه چې هنری صفتونه یې هم بولی،د صفت او موصوف تر منځ یو هنری ارزښت پیدا کوی. دلته د شیدا د بیت په دې دری ترکیب کې یې ښه روښانولی شو:

زه د عشق له غمه ټول سیاه پوش یم

په مانند د جرس هر دم په خروش یم

په (سیاه پوش) کې د صفت او موصوف اړیکه، یو هنری صفت او توصیفی ترکیب ګڼلی شو، دلته شیدا د عشق په غمونو کې دومره پټ شوی، چې د زغم پولې یې ړنګې کړی او د جرس غوندې په فریاد سر دی. پر دې سربېره، په دوه یم نیم بیتی کې موږ ته یو عینی انځور هم مخې ته ودروی او د جرس کړنګوونکی غږ احساسوو.

شاعر کله ـ کله له غیر حسی او غیر ژوندیو اجسامو سره هم په خبرو سر شی او د زړه درد ورسره شریکوی. ددې تر څنګ له دوو متضادو حالتونو څخه یو درېیم حالت جوړوی، چې په اوسنی وخت کې (پراډاکس) بلل کېږی. دلته ګورو چې شیدا په دې بیت کې دغه خبرې څنګه ځای کړی دی:

مبتلا په عجب درد وې تـــــر سحره

تا چې نه کړه سترګه پټه شب آهنګه

د (شب آهنګ) ترکیب څو معناوې لری، زما په نظر دلته ترې یو ډول ستوری مراد دی، چې په همدې نامه یادیږی او د چرګ بانګ هم مهالی دی. شیدا په دې بیت کې د شپې  له خاموشۍ او خپله د همدې ستوری له ځلا څخه یوه درېیمه معنا رازېږولې، درد، بې کراری او پټې چیغې دی، چې د دغه حالت کیف یوازې همده حس کړی او موږ ته یې په ذهن کې د یو ذهنی انځور د جوړېدو بلنه راکړې.

شیدا پر نورو تکیه کول ښه نه ګڼی او د بل چا په اوږو بارېدل نه غواړی، بلکې غواړی چې هر څوک دې په خپلو مټو وپایی، وایی:

د آفتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

دا سمه ده چې انځوریز شعرونه په ترکیبونو جوړیږی او ځینې ترکیبونه ډېر تکراری وی؛ خو د شیدا دغه ترکیب ( د آفتاب په کمند) بیخی نادر دی، هېڅ چا دومره باریکۍ ته پام نه دی کړی. ددې تر څنګ یې له (خېژم)، (اسمان)، (بار) او (په دوش د ګلو) سره خیالی معناوې زېږولی. او دوه یم نیم بیتی یې موږ ته د حسی انځور یوه ښه بېلګه کېدای شی. (شبنم) او (ګلان) داسې کلمې دی، چې په اورېدو یې زموږ سترګو ته دریږی او لکه زموږ د لاس له ګوتو سره چې لګیږی…

د شیدا څلوریزې هم له شاعرانه ترکیبونو خالی نه دی، دلته یې یوه څلوریزه، مشت نمونه یې خروار درواخلئ:

مهر که هر څو د چا دلسوز شی

اثر یې کله په ســــــیاه روز شی

بخت دې چې وکا مــدد له همه

په دا ظلمت کې چراغ افروز شی

موږ په خپلو لومړنیو خبرو کې وویل، چې پښتو ژبه د عربی، فارسی او اردو ژبو کلمې ډېرې ښې په ځان کې منحلوی. دلته د (سیاه روز) دری ترکیب، د توصیفی ترکیب تر څنګ، د تشبیهی ترکیب بڼه هم لری او د نورو کلمو تر منځ یې یوه ښه اړیکه ټینګه کړې ده. مطلب مې دا دی، چې که همدغه ترکیب پښتو ته واړوو، دومره شاعرانه او روانه معنا به ورنه کړی.

لنډه دا چې، کاظم خان شیدا د پښتو ژبې یو انځورګر، نازکخیال، عاطفی او انسان دوسته شاعر دی. ما یې پورته څو بیتونو کې په ځینو شاعرانه ترکیبونو خبرې وکړې، ځینې نور بیتونه مې یې له دیوان څخه رااخیستی، چې په لاندې ډول یې راوړم. او بیا به ورپسې په ترتیب سره شاعرانه ترکیبونه بېل کړم:

چې سرور په مستعار کا شیدا واوره

د دهـقان په دانه رقص د آسیا کا

چې د زړه وینې مې جوش وهی له سترګو

هر باڼه مې لکه خـــــار د کــــــربلا کا

د شعلې زیست و مردن ګوره په باد دی

ولې ناز په خپل دولت اهـــــل دول کا

مرده دل یې د جـــمال تماشه څه کا

د مجنون تصــــویر ادا د لیلا څه کا

په ژړا د قلم تـــــور لېمه اوبه شـــول

چې رقم کړ ستا په غم کې حزین شعر

بوی په زلفو کـــــې زمــــا ګلبدن راوړ

که په دام کـــې یې آهـــو د ختن راوړ

خاصیت لــــرې د ګل غونچه دهـــانه

پس له کاله دې څــو ورځې دیدن راوړ

چې زمــــا په آتشین آه نــــرم نــه شه

زړه دې سخت راته تر سنګ و آهن راوړ

پرېشانې شوې د تا مشکینې زلـــفې

که عالم شو د ختن بـــې بندو بسته

ستا په مهر کې آفت د ځان راپېښ دی

دا خندا راته په مثل د تـــور برېښ دی

څوک دې روغ نه دی پرې ایښی په دا ملک کې

د غمزې توره په لاس په چـــــا ګذار کړې

چې کمان کا د ابـــرو لکه تــــــور ابر

په شیدا یې د مژګانو تېـــــز باران شی

په پورته بیتونو کې په ترتیب سره شاعرانه ترکیبونه عبارت دی له رقص د آسیا، خار د کربلا، اهل دول، مرده دل، د مجنون تصویر، ادا د لیلا، تور لېمه، آهو د ختن، غونچه دهانه، آتشین آه، مشکینې زلفې، تور برېښ، د غمزې توره، تور ابر او د مژګانو تېز باران څخه. کېدای شی چې له همدغو بیتونو ځینې نور ترکیبونه هم راووځی.

سرچینې (ماخذونه):

۱ـ خلیل حنیف، ۱۳۹۳ لمریز، د کاظم خان شیدا دیوان تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه، کابل، دانش خپرندویه ټولنه.

۲ـ رحمانی، ګل رحمن، ۱۳۹۴ لمریز، د ستورو سیند، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه.

۳ـ رښتین، پوهاند صدیق الله، ۱۳۷۲ لمریز، پښتو ګرامر، پېښور، یونیورسیټی بک ایجنسی.

۴ـ رښتین، پوهاند صدیق الله، ۱۳۸۹ لمریز، د پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه.

۵ـ غضنفر، اسدالله، ۱۳۹۳ لمریز، جادوګر هنر، ننګرهار، مومند خپرندویه ټولنه.

۶ـ (www.nan.asia) یونس تنویر، د درمل په شاعرۍ کې ترکیبی خیال (مقاله)، ۲۰۱۶ زېږدیز.

اړوند مطالب


د نصیراحمد احمدی د کیسه لیکنې سبک | عزیزالدین یوسفزی


شاعرانه تعالی/ اجمل ښکلى


د شېرین شیدا ژوند لیک/محمد اقبال خیبر


د لفظ شاعرانه ساخت/ نعمت الله صدیقی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46088

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *