د شهید شویو امنیتی سرتېرو له کورنیو سره د مرستو وېش

  • خپرول: ۱۵ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103511

ولسمشر غنی د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې (د سلواغې په ۱۵ مه نېټې) د وژل شویو امنیتی ځواکونو پر کورنیو د مرستندویه کوپونونو د وېش لړۍ پیل کړه.

په هغو مراسمو کې چې په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوی وو، د ولسمشر او د ملی تدارکاتو د عمومی رییس الهام هوتکی ترمنځ د مرستندویه کوپونونو د وېش هوکړه‎لیک لاسلیک شو.

د الهام هوتکی په وینا، دا کوپونونه به د ملی تدارکاتو د سپما شویو لګښتونو څخه ووېشل شی. هغه زیاته کړه چې د تېر کال کې په تړونونو کې څه باندې ۱۸ مېلیارد افغانۍ سپما شوې دی.

د دغو کوپونونو د وېش بهیر له کابله پیل او د ولسمشر غنی په وینا نورو ولایتونو ته به پراخ شی.

ښاغلی څرګنده کړه:«ټولې مغازې له روڼ میکانیزم او تعیین شوی وخت سره کوپونی توکی د شهیدان بایومېټریک شویو کورنیو ته به ووېشی.»

د ویلو ده چې د وژل شویو امنیتی ځواکونو کورنیو ته د مرستندویه کوپونونو وېش، اوس د یوه کال لپاره په پام کې نیول شوی دی.

شاغلی غنی په دغو مراسمو کې، د امنیتی ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او وې ویل چې د امنیتی ځواکونو قربانۍ به هېرې نه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103511

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 2 = 10