د شمالی او جنوبی کوریا مشرانو سره لیدنه وکړه

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 84670

د شمالی او جنوبی کوریا مشرانو کیم جونګ اون او مون جایه این ترمنځ د خبرواترو په پیل کې، پیونګ یانګ دخپلو توغندیزو برخو د لمنځه وړلو پرسر هوکړه کړې ده. د رویټرز خبری سرچینې د راپور له مخې، د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د چهارشنبه په ورځ ویلی چې دخپلو توغندیو اصلی برخې د بهرنیو متخصصانو په حضور سره لمنځه وړم او له سیول څخه هم لیدنه کوم.
د جنوبی کوریا ولسمشر مونه جایه – این هم په پیونګ یانګ کې په یو ګډ خبری کنفرانس کې وویل چې دواړو خواو هوکړه کړې ترڅو د کوریا ټاپوه له اټمی وسلو څخه لیری په یوه سیمه بدل کړی او له یادې سیمې څخه اټمی ګواښونه لمنځه یوسی.
د جنوبی کوریا د ولسمشر په وینا، ددې موخې د پلی کېدو په موخه جدی اقدمات ترلاس لاندې نیول شوی دی.
د جنوبی کوریا ولسمشر مونه جایه – این تېره ورځ پیونګ یانګ ته ولاړ او د کیم جونګ اون او د شمالی کوریا د هېوادوالو له هرکلی سره مخ شو.
د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرې تېره ورځ پیل شوې او تر پنجنشبه ورځې پورې په پیونګ یانګ کې به دوام ومومی. د وروستیو دوه لسیزو په ترڅ کې دا لومړی ځل دی چې د جنوبی کوریا یوتن لوړ پوړی چارواکی پیونګ یانګ ته سفر کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84670

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *