د شفیق ستانکزی پر ځای اسدالله خان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شو

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104300

افغان کرکټ بورډ وایی چې د شفیق الله ستانکزی پر ځای اسدالله خان د دغه بورډ د نوی سرپرست اجرائیوی رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ عمومی رئیس عزیزالله فضلی نن په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تأیید د پخوانی اجرائیوی رئیس ستانکزی پر ځای اسدالله خان سرپرست ټاکل شوی دی.

اسدالله خان له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوی کمېټې غړی پاتې شوی او په یو شمېر نورو برخو کې یې هم کار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې شفیق ستانکزی له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرکټ بورډ د اجرائیوی رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104300

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *