د شاه امان الله سیاسی او ټولنیزو اصلاحاتو ته کتنه

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 131301

شاه امان الله خان اروپایی او اسیایی هېوادونو ته تر یوه شپږ میاشتنی سفر وروسته، هېواد کې سیاسی، ټولنیز او کلتوری اصلاحاتو پروګرامونه پیل کړ چې ځینو دغو اصلاحاتو ځینې غبرګونونه رامنځته کړل.
ځینې څېړونکی د دې سربېره چې د امان الله خان ځینې اصلاحاتی پروګرامونه ستایی، خو په دې باور دی چې شاه دا اصلاحاتی پروګرامونه په داسې حال کې پیل کړل چې خلک د هغه د منلو لپاره چمتو نه و او له همدې امله پروګرامونه یې له ماتې سره مخ شول.
د لویې جرګې جوړېدل او د افغانستان د لومړی اساسی قانون تصویب، د مشروطه شاهی نظام اعلان، د مرییتوب له منځه تلل، د زده کړو جبری کول، د جبری کارونو منع کول، د ښوونځیو جوړول او له افغانستانه بهر ته د زده کړو لپاره د نجونو او هلکانو لېږل هغه مهم اصلاحات وو چې شاه امان الله خان له بهرنیو سفرونو وروسته په افغانستان کې عملی کړل.
کارپوهان او څېړونکی د نوموړی اصلاحات له توندلارۍ سره مله بولی.
څېړونکی خلیل رومان په دې اړه وویل:«په عرضی، ټولنیزه، مالیاتو، ګمرګاتو په برخه کې یې ډېر اصلاحات رامنځته کړل او تر ټولو حساسیت لرونکې کړنه یې د حجاب رفع کول او له هېواده بهر ته د مېرمنو سفر و.»
د ولسمشر پخوانی سلاکار اکرم خپلواک هم څرګنده کړه:«د برېټانیا د وخت امپراطورۍ غوښتل چې د شاه د هر ډول اصلاحاتی پروګرام په وړاندې د ولس له داخله مقاومتونه رامنځته کړی. دویم لوی مشکل چې ورسره مخامخ شو، هغه د ټولنې له هغې قرش چې د هغوی احساسات ډېر سپېڅلی وو له هغوی څخه ناوړه استفاده وشوه، د ناکامۍ درېیم لوی عامل دا و چې ولس ته سم مالومات ونه رسېدل.»
د ښځو د حجاب له منځه وړل او د قانون په وړاندې د ښځو او نارینه وو برابری د شاه امان الله خان اصلاحات وو، د امان الله خان مېرمن ملکه ثریا له هغې وروسته چې له سفره راستنه شوه له ټیکری پرته ظاهره شوه او ښځې د ټکری نه پر سرولو ته وهڅول شوې. ټول نارینه مجبور وو چې له کوره بهر دریشی واغوندی، د شاه دا اصلاحات د خلکو په تېره بیا ملایانو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131301

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *