د شاه امان الله خان د ژوند او شخصیت نوی اړخونه

  • خپرول: ۱۳ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 51889

د انځور حقوق
FB

د افغانستان د پخوانی پاچا امان الله خان لور شهزادۍ هندیه په لندن کې د بی بی سی دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه هغه کیسې وکړې چې تراوسه ډېر لږ خلک پرې خبر دی. شهزادۍ د پلار پرتله خپله مور له اولادونو سره د کورنی ډسپلین پلی کولو کې جدی وبلله. دې د امان الله خان هغه له احساساتو د ډکو شېبو کیسه وکړه چې افغانستان پسې به خپه کېده.

د بی بی سی لندن ودانۍ ته “د افغانستان شهزادۍ راغلې”. د دې له اورېدو سره د بی بی سی ځینو غیرافغان کارکوونکو تمه درلوده چې یوه پېغله به پر مخ ورشی، خو چا چې د افغانستان په اړه مطالعه درلوده یوازې همدا ورته کافی ول چې د افغانستان شهزادۍ اوس هم ژوندۍ ده.

د فبرورۍ پر ۲۳ شهزادۍ هندیه چې د افغانستان څانګې ته راورسېده، هغه چلند ورسره وشو چې دې له پلار سره کاوه.

“زموږ په کور کې د افغانی دود پر بنسټ مشر ته درناوی او ورته درېدل عام و” شهزادۍ ددې له ویلو سره د امان الله خان په کور دننه یو عادت بربنډ کړ او زیاته یې کړه ” نو زه به د پلار لپاره ډېره درېدم، ځکه چې هغه ډېره انرژی درلوده هر دقیقه به تلی او راتلی.”

د میز ګردچاپېره زه او همکاران مې د شهزادۍ هندیې هرې خبرې ته غوږ وو. موږ ټولو خپلې خپلې پوښتنې درلودې او دې هم نه غوښتل د چا پوښتنه بې ځوابه ترې پاتې شی. په کرارې یې خبرې کولې، که به یې څه په یاد نه ول اعتراف به یې کاوه او که به پر څه ډاډه نه وه، د بل چا وړاندیز شوې کلمه به یې نه تکراروله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=51889

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *